تاند- افغان او ايتلافي ځواکونو په فراه ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې تر یو لک (۱۰۰۰۰۰) کیلو زیات مخدر مواد له منځه یووړل.

د دفاع وزارت سرچینو نن /یکشنبه/ وویل«د افغانستان د ملي اردو خاصو ځواکونو له نړیوالو ايتلافي قواوو سره په شریکه د فراه ولایت په بکواه ولسوالي کې پراخ عملیات وکړل چې په لړ کې یې ۱۰۰ ټنه تریاک کشف او وروسته محوه کړل.

د دفاع وزارت چارواکي وايي چې دا مخدر مواد طالبانو د قاچاق لپاره زېرمه کړي وو.

طالبانو تراوسه پورې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

دفاع وزارت د کشف کړیو مخدرو موادو او د هغو د سوځولو عکسونه خپاره کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *