تاند- د افغانستان د مالیې وزیر په مشرۍ پلاوي د دوشنبې په ورځ له ترکمن چارواکو سره د ټاپي یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د نللیکې پروژې په اړه خبرې وکړې.

دواړو خواوو د ترکمنستان په بهرنو چارو وزارت کې غونډه وکړه.

د ترکمنستان حکومت نن /دوشنبه/ وویل، دواړو خواوو په خپل منځ کې پر نورو دوه اړخیزو مسلو د خبرو پر زیاتولو د خپلې ژمنې یادونه وکړه.

دوی د سیمې پرحالاتو او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او ترکمنستان د همکاریو پر لومړیتوبونو خبرې وکړې.

په غونډه کې د سوداګري، اقتصاد، د تیلو – انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې د دوو دولتونو ترمنځ پر همکاریو هم ټینګار وشو.

ترکمنستان د تېر میلادي کال د دسمبر په دیارلسمه په خپله خاوره کې د ټاپي نللیکې د جوړېدو کار پیل کړ.

د ټاپي نللیکې د جوړېدو ابتدايي سند په ۲۰۱۰ م کال د غړیو هیوادونو له لوري په عشق اباد کې لاسلیک شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *