تاند- د افغانستان او پاکستان سوداګرو پرېکړه کړې چې د سوداګرۍ او پانګونې ګډه طرحه جوړه کړي.

د خیبرپښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو د خونې ريیس ذبیح الله شینواري وویل، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو او د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې (ایسا) په کابل کې د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړ.

 ده دا خبره له کابله تر ستنېدو وروسته نن په پېښور کې وکړه.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنعتونو د خونو شل کسیز پلاوی تېره اوونۍ کابل ته راغلی و.

ښاغلي شینواري د دواړو خواوو د ګډې طرحې په اړه وویل چې د پانګونې دا پروګرام به دواړو هیوادونوته، چې د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا ته اړتیا لري، ګټه ورسوي.

پاکستاني پلاوي د افغانستان د سفر په لړ کې د ولسمشر له دوهم مرستیال کریم خلیلي او د افغانستان د سوداګرۍ او صنعتونو د خونو له رييس خانجان الکوزي سره ولیدل.

د دواړو خواوو له موافقې سره سم به افغانستان پاکستاني سوداګرو او پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې اسانتیاوې برابروي او په اسانه به جواز ورکوي.

دواړو خواوو د مالونو په ترانزیت کې هم د ستونزو د لېرې کولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعتونو د خونو مشر خانجان الکوزي وویل چې تر ډېره به په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې حل شي.

ښاغلي الکوزي تېره اوونۍ /چهارشنبه/ وویل، که څه هم پخوا افغان سوداګرو په پاکستان کې د ترانزیت په برخه کې ډېرې ستونزې لرلې خو اوس یې په سولو کې اتیا ستونزې کمې شوي دي.

ده همداراز وویل، هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه پیاوړې او د ترانزیت په برخه کې نورې ستونزې هم هوارې کړي.

ښاغلي الکوزي د پاکستان افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې په دویمه کلنۍ غونډه کې هیله څرګنده کړه چې؛ له دې وروسته به له پاکستان سره سوداګري د سیاست تر سیوري لاندې را نه شي:

اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه- ورکړه د کال څه باندې دوه میلیارده ډالرو ته رسیږي، خو پاکستاني سوداګر وایي، دا اندازه باید د کال اوو میلیاردو ډالرو ته پورته شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *