تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي په مشرۍ افغان پلاوي له پاکستاني چارواکو سره «د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان» په اړه خبرې وکړې.

افغان پلاوی د شنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېد.

د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان (APAPPS) له تروریزم سره د مبارزې، د جګړې د کمېدو، سولې او پخلاینې، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د ګډ اقتصادي انکشاف په اړه د دوو هیوادونو د همکارۍ د عمل ګډ پلان دی.

د روانې فبرورۍ په درېمه د پاکستان د باندنیو چارو د مرستیال وزیرې تهمینې جنجوعه په مشرۍ پلاوی کابل ته راغی او په دې پلان یې له افغان چارواکو سره خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د دواړو خواو ترمنځ خبرې به نن دوام وکړي.

په کابل کې د دواړو خواوو د تېرې اوونۍ له خبرو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، له افغان پلاوي سره د پاکستاني چارواکو خبرې په صمیمي فضا کې وشوې او دواړه پلاوي وتوانېدل چې د (APAPPS) په اجنډا کې څه پرمختګ وکړي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي «لا هم ځینې برخې شته چې باید پرې خبرې وشي او موافقه پرې وشي. دواړه خواوې ژمنې دي چې پر (APAPPS) یوې موافقې ته تر رسېدو پورې به خبرو ته دوام ورکړي.

One thought on “افغان او پاکستاني پلاوي په اسلام اباد کې د عمل پر پلان خبرو ته دوام ورکوي”
  1. د افغانستات لویه ستونزه په حکومت کې د فعال او مسلکي کدرونونشتوالی دی. د کرزی د حکومت په څیر د غنی او عبدالله ایتلافی حکومت هم د ملی ګټو پر ځای مسلحت غوره ګڼړلي او ترجیح یی ورکړی. نه د ربانی زوی صلاح الدین د وزارت او نه هم حکمت کرزی د وزارت د مرستیال لیاقت او ظرفیت لری. تاسو به اوویني چی پاکستانیان به د پخوا په څیر افغان پلاوی خطا باسی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *