تاند- په تورخم کې یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان پوځیانو پر یو بل ډزې کړي او وضعیت ترینګلی شوی دی.

پاکستاني رسنۍ وايي چې په تورخم کې د پاکستان له لوري په ډیورند کرښه د کټارې د نصبولو پر سر دواړو خواوو پر یو بل ډزې کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر دفتر ویلي چې پاکستان په تورخم کې د وضعیت په خرابولو غواړي چې د نړیوالو پام له اصلي مسلو په بله واړوي.

خو د پاکستان ډان ورځپاڼه د دغه هیواد د یوه امنیتي چارواکي په قول وايي:«افغان امنیتي ځواکونو په داسي حال کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو ډزې وکړې چې دغو ځواکونو د پاکستان په خاوره کې پر پوله کټاره نصبوله.»

دغه پاکستاني چارواکي، چې ډان یې د نوم یادونه نه ده کړې، همداراز ویلي چې پاکستاني ځواکونو ځوابي ډزې وکړې خو د مرګ ژوبلو په اړه معلومات نه لري.

خو د پاکستان پوځ له پېښې څو ساعته وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې یو پوځي یې ټپي شوی دی.

په خبر کې وړاندې راغلي چې دا پېښه په شمشاد غره کې شوې چې ډیورند کرښې ته نژدې دی.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار ویندوی تواب غورځنګ دې پېښې ته په اشارې په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي:« د افغانستان د ملي امنیت سلاکارښاغلي محمد حنیف اتمر په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو مغرضانه او د ټولو اصولو خلاف تحرکات په دقت څارلي او ټولو امنیتي ځواکونو؛ په ځانګړي ډول په ختیځ کې د مېشتو سرحدي پولیسو او ۲۰۱ سېلاب قول اردو رهبرۍ ته د وسلوال پوځ اعلی سرقوماندانۍ هدایت کړی، چې د خپلې باعزته خاورې د لویشتې، لویشتې دفاع او ساتنې لپاره د دښمن او ملاتړو پر وړاندې یې پوره چمتو وي.»

تواب غورځنګ د دواړو خواوو د ډزو د تبادلې په نتیجه کې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي او دا یادونه یې هم نه ده کړې چې دې نښتې څومره دوام کړی دی. خو ډاډ یې څرګند کړی چې افغان ملي او دفاعي ځواکونه به په لوړه روحیه د ملي نوامیسو دفاع وکړي.

تواب غورځنګ د دې پېښې د علت په اړه ویلي«زموږ په باور له ورته بې شرمانه هڅو څخه د مشکل جوړونکو هدف دا دی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې له پياوړې او نسبتاً بریالۍ مبارزې څخه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او پياوړي ملت توجه نورو ستونزو ته واړول شي، خو موږ به د دې ستونزو حل ته له مسولانه پاملرنې سره خپل اصلي هدف ته چې د ترهګرۍ ځپل او د تلپاتې ثبات پرلور مزل دی، هم په پوره عزم دوام ورکړو.»

تر دې وړاندې د مې په میاشت کې په تورخم کې وضعیت ترینګلی شوی و او حتي د دوو هیوادونو پوځیانو ټانکونه او زغرګاډي په سیمه کې ځای پر ځای کړي وو. خو وروسته له دې چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان له لوی درستیز جنرال راحیل شریف او نورو جګپوړو چارواکو سره وکتل، پاکستان خپل ټانکونه له تورخمه شا ته یووړل او په تورخم کې یې د کټارې له نصبولو لاس واخیست.

وروسته له دې چې د مې په ۲۱ مه د امریکا بې پېلوټه الوتکو د پاکستان په نوشکي کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وویشت، پاکستان په خپله خاوره کې د افغانانو نیونې او ځورونې زیاتې کړي او د ډیورند په کرښه کې یې هم ترینګلتیا ته لمن وهلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *