تاند- د افغانستان او پاکستان جګپوړي چارواکي به نن /دوشنبه/ په اسلام اباد کې سره وویني چې د دوه اړخیز میکانیزم په چوکاټ کې په شویو موافقو کې پرمختګ وارزوي.
دا به د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان څلورمه غونډه وي.
دا ګډ پلان د تروریزم پر ضد او د تشدد د کمېدو او د سولې او پخلاینې په برخو کې د دواړو خواوو د همکارۍ لپاره دی.
د دې پلان پر اساس خپل هیواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو امکان برابرېږي او ګډ اقتصادي پرمختګ ته لاره هوارېږي.
د پاکستان د ډیلي ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، دواړه خواوې به د مشکوکو ترهګرو د فعالیت او حضور په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د یو بل هیوادونو ته د افسرانو د لېږلو او د پرېکړې د عملي کولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د یو بل هیواد ته استول کېدونکي افسران به پوځیان وي او رتبې به یې د ډګروال او جګړن په کچه وي.
دا افسران به په لومړي ګام کې په کابل او اسلام اباد کې د ګډې څارنې، همږغۍ او تایید د میکانیزم لپاره سفارتونو ته واستول شي.
ډیلي ټایمز وايي، د افغانستان او پاکستان د جګپوړو چارواکو له غونډې یوې خبرې سرچینې ورته وویل«که د افسرانو د لېږلو په سیستم کې پرمختګ وشو، وروسته کېدای شي افغانستان د پاکستان د پوځ مرکزي قوماندانۍ (GHQ) ته او پاکستان د افغانستان دفاع وزارت ته افسران ولېږي.
افغانستان په دې ټینګار کړی چې د دوو هیوادونو د موافقو او څېړنو پر نتیجو دې یو درېمګړی هیواد څارنه وکړي خو ډیلي ټایمز ته یوه پاکستاني چارواکي ویلي چې اسلام اباد د افغانستان له دې غوښتنې سره موافقه نه کوي.
ورځپاڼه وايي، افغانستان په اسنادو کې ډیورند کرښې ته د سرحد د کلمې له ذکر کېدو سره مخالفت کوي نو د دې لپاره چې ستونزه حل شوې وي دواړو خواوو موافقه کړې چې په ګډو سندونو کې به د ډیورند کرښې دواړو خواوو ته (د دواړو خواوو سیمې) کلمه کارول کېږي.
د افغانستان او پاکستان د عمل پر پلان په اپریل کې کابل ته د پاکستان د صدراعظم خاقان عباسي د سفر په مهال له افغان ولسمشر سره موافقه شوې وه.
په دې خبرو کې د افغان پلاوي مشري د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی کوي خو د پاکستاني پلاوي مشره د بهرنیو چارو مرستیال وزیره تهمینه جنجوعه ده.