تاند- د پولنډ دفاع وزارت نن /سې شنبه/ وویل، افغان او پولنډي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د طالبانو له بنده ۱۱ یرغمل خوشي کړل.

پولنډي رسنیو د دغه هیواد د دفاع وزیر انتوني میڅیرویچ (Antoni Macierewicz) له قوله وویل، افغان او پولنډي ځواکونو دا یوولس یرغمل په هلمند ولایت کې په داسې حال کې وژغورل چې د امریکا هوايي ځواک یې ملاتړ کاوه.

په یرغمل شویو کسانو کې دوه سرتېري، ۴ پولیس او ۵ ملکیان شامل دي او درست افغانان دي.

د پولنډ دفاع وزیر په وارسا کې نن یوې خبري غونډې ته وویل، دا کسان له ۴ میاشتو راهیسې د هلمند په یوه کلي کې، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، بندیان ول.

ده همداراز وویل«برمته کسان د طالبانو له لوري سخت وهل شوي، شکنجه شوي او وحشتناک چلند ورسره شوی دی.»

د پولنډ دفاع وزیر د دغو یرغملو د خلاصون لپاره عملیات «ستر بری» وباله او ویئې ویل چې دې کار ښودله چې افغان ځواکونه ښه روزل شوي او له تروریزم سره د مبارزې وړتیا لري.

ده وویل چې د پولنډي ځواکونو رول د عملیاتو لپاره تیاري او په عملیاتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ و، جګړه افغان ځواکونو وکړه.

د پولنډ دفاع وزیر وویل چې امریکايي څرخکو هم د یرغملو د لېږدولو په برخه کې رول ولوباوه.

پولنډ په افغانستان کې ۲۰۰ پوځیان لري چې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي.

د پولنډ دفاع وزیر دا هم وویل چې ژر به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۲۳۰ ته زیات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *