خبریال: میرویس جلالزی- افغان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق د نوي کابل بانک د خرڅلاو پر موضوع مذاکرې پیل کړي چې ژر به بي پایلې اعلام شي.

دغه خبرې اترې په دوبۍ کې د افغانستان د ماليې نوي وزیر اکلیل حکیمي او د ای ام اف ادارې د پلاوي ترمنځ روانې دي.

ویل کیږي چې د پیسو نړیوال صندوق تر اوسه دوه ځله نوي کابل بانک ته د یوه ښه پیرودونکي د پیدا کولو په هڅه کې ناکام شوی دی.

نوی کابل بانک چې اوس یوازي د حکومتي معاشونو په ورکولو کې فعال دی په ۲۰۱۰ کال کې دیوالي شو.

له دغه بانک څخه نږدې یو ملیارد امریکايي ډالره ورک شول چې حکومت له د افغانستان بانک څخه دغه تاوان پرې کړ.

نوی کابل بانک که څه هم له څلورو کلونو راهیسي بیا هم فعالیت کوي لیکن تر اوسه په تاوان روان دی او نږدې پينځه شپیته ملیونه ډالر یې په تیرو څلورو کلونو کې تاوان کړی دی.

په دوبۍ کې د روانو خبرو اترو یوه غړي الحاج محمد اقا ویلي چې دوی او د پیسو د نړیوال صندوق خبرې اترې به د نوي کابل بانک د برخلیک په اړه ژر روښانه شي.

هغه ویلي چې ګومان کیږي دا خبرې به نن /جمعه/ نهايي شي.

نوموړي همدا از ویلي چې دوی د نوي کابل بانک د نه خرڅیدو په صورت کې په یوه بل اپشن هم خبري کوي چې له مخې یې دغه بانک، ملي بانک او پښتني بانک درې واړه سر یو شي او تر یوه مدیریت لاندي فعالیت وکړي.

خو تر اوسه پوري دا پریکړه هم نه ده نهایي شوې.

د پیسو نړیوال صندوق چارواکو هم له افغان ماليې وزیر او یوه افغان پلاوي سره د نوي کابل بانک پر مسله د خبرو تایید کړی خو په دغه برخه کې یې نور جزییات نه دي ورکړي.

د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان لپاره له عربي متحده اماراتو څخه فعالیت کوي او دغې ادارې وروسته تر هغه خپل استازي له افغانستانه وایستل چې تیر کال يې په کابل کې په یوه رستوران د برید پر مهال د دغه صندوق مشر ووژل شو.

د نوي کابل بانک د خرڅلاو لپاره د ۲۰۱۳ کال په ډسمبر میاشت کې وروستۍ داوطلبي د دوو لورو تر منځ وشوه چې ناکامه شوه .

د نړیوالې پراختیا لپاره د بریټانیا اداره (ډي، اف، ای ډي) یو له هغو لوریو څخه ده چې غواړي نوی کابل بانک خصوصي سکتور ته وسپارل شي او په دغه لار کې د هڅو ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې تر اوسه یو ملیون پونډه لګولي هم دي.

یاده اداره وايي چې د دوی مرستې به افغان دولت په دې قادر کړي څو د نوي کابل بانک لانجه سره را ونغاړي او دا مهمه پروسه د اصلاحاتو په چوکاټ کې شامله کړي.

One thought on “افغان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق د نوي کابل بانک په خرڅلاو خبرې کوي”
  1. The scandalous collapse of Kabul Bank is in fact the failure of the free market fundamentalism, promoted by IMF. It should be given lock and stock either to Pashtani Bank or to Mili Bank by the Afghan gov without the discredited IMF interference.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *