تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۸مه: افغان حکومت د اروپايي ټولنې د هغې غوښتنې هرکلی وکړ چې تېره ورځ یې ویلي وو له کورونا سره د مبارزې لپاره دې په افغانستان کې اوربند وشي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه پر ټویټر لیکلي، افغان حکومت له کورونا سره د مبارزې او سولې لپاره ټول تدابیر نیولي دي.

بلخوا په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د ولسمشر مشاور وحید عمر هم د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي رونالډ کوبیا لخوا د اوربند د غوښتنې هرکلی کړی دی او ویلي یې دي دوی د اوربند لپاره د اروپايي ټولنې د بشردوستانه غوښتنې استقبال کوي.

ښاغلي عمر ویلي، طالبان باید پوه شي چې دا وخت ټول د کورونا ویروس له کبله په یو بشردوستانه يي وضعیت کې دي.
وحید عمر ویلي، داسې راپورونه شته چې طالبان د هیواد ځینو سیمو کې روغتیايي کارمندانانو ته ستونزې جوړوي او دا کار باید ژر تر ژره بند کړي.

ښاغلي عمر په طالبانو غږ کړی چې خپل بریدونه ودروي او روغتیايي کارمندانو ته اجازه ورکړي چې د کورونا تر ګواښ لاندې سیمو کې خلکوته مرستې ورسوي: (( اوس د سیاسی اهدافو ترلاسه کولو او امتیاز اخیستلو وخت نه دی بلکې باید ټول په ګډه د افغانانو ژوند وژغورو.))

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا ویلي وو په افغانستان کې باید د کورونا پر ضد د اغېزناکې مبارزې لپاره اوربند وشي.

ښاغلي کوبیا پر خپل ټویټر لیکلي وو، هر کس حق لري چې له کورونا سره د مبارزې لپاره مرسته ور ورسېږي.
نوموړي ټینګار کړی و چې دې کار لپاره باید اوربند وشي او د انساني مرستو مخه ونه نیول شي.

بلخوا د طالبانو ویاند سهیل شاهین بیا پر ټویټر ولیکل چې دوی ټولو روغتیايي سازمانونو سره د کورونا پر ضد مبارزه کې مرستې او همکارۍ ته چمتودي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *