تاند، یکشنبه، د عقرب ۵مه: د افغانستان د هوايي چلن ادارې مشر د میمنې هوايي ډګر د نوي ترمینل د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، ډېر ژر به افغان حکومت یو بل دولتي هوايي شرکت هم رامنځته کړي.
محمد قاسم وفايي زاده وايي، ولسمشر ته یې د باختر هوايي شرکت د رامنځته کولو وړاندیز کړی او په دې اړه کار روان دی چې د نویو الوتکو له اخیستل کېدو وروسته به سمدستي په کار پيل وکړي.
ښاغلي وفايي ونه ویل چې نوي جوړېدونکي هوايي شرکت ته به افغان دولت څومره او کوم ماډل الوتکې اخلي، خو افغان دولت تر اوسه د اریانا هوايي شرکت په نوم یوازې یو شرکت لري چې د کیفیت او کمیت په اړه یې نیوکې کېږي.
خو ښاغلی وفايي بیا وايي، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به د هوايي شرکتونو تر منځ د رقابت په اساس د هوايي الوتنو بیې خورا راکمې او کیفیت به یې تر ډېره پورې ښه شي.
نوموړي چې د میمنې د هوايي ډګر لپاره یې د ۲۲ میلیوه افغانیو په ارزښت د نوي ترمینل پرانیسته کوله، ټینګار یې وکړ چې د نورو ولایتونو هوايي ډګرونو ته به هم د پراختیا، غځولو او معیاري کولو په برخه کې خاصه پاملرنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په خوست کې هم هوايي ډګر پرانیستل شو خو دا هوايي ډګر لا تر اوسه احاطه او معیاري ترمینل نه لري.