تاند، سه شنبه، د ثور ۲ مه: د ملي امنیت شورا وایي، تازه یې د ولسمشر غني د فرمان په اساس او له کورونا سره د مبارزې د هڅو په لړ کې ۷۱ طالب زندانیان د حکومت له زندانونو څخه خوشې کړل.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر خپل ټویټر لیکلي، چې د ولسمشرغني له حکم سره سم د ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، فاریاب، ارزګان او بغلان له زندانونو څخه ۷۱ تنه طالب زندانیان د هغوی عمر، روغتیا او د قید پاتې مودې ته په کتو له کورونا سره د مبارزې د هڅو په لړ کې خلاص شول.

دا څلورمه ډله طالب زندانیان دي، چې د حکومت له  زندانونو څخه خوشې کېږي.

تر دې وړاندې هم ۳۶۱ طالب زندانیان د هیواد له بیلابیلو زندانونو څخه خلاص شوي وو او طالبانو هم شپېته تنه زندانیان په کندهار، لغمان او بغلان ولایتونو کې ازاد کړي.

بل لور ته په زندانونو کې د کورونا اندېښنو ته په کتو بیلابیلو جهتونو په حکومت او طالبانو غږ کړی، څو د زندانیانو د خلاصون پروسه چټکه کړي او په دې توګه د محبسونو دننه د فاجعې له رامنځته کېدو مخنیوی وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *