تورخم

پاکستاني سوداګر وایي د افغان حکومت د تازه اقداماتو له امله یې سلګونه باروړونکي موټر به تورخم کې د جواز نه لرلو له کبله درول شوي دي.

دغه سوداګر وایي افغان حکومت له پاکستاني موټرونو تازه د جوازونو او روډپاس غوښتنه کوي چې له دې امله سلګونه موټر په تورخم کې درول شوي دي او اجازه نه ورکول کیږي.

بلخوا د افغانستان لوري ته د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې چارواکو ویلي تر دې وړاندې پاکستاني حکومت له افغان سوداګرو او موټر چلوونکو د جواز غوښتنه کوله چې اوس افغان حکومت هم ورته اقدام کړی دی.

ددغه خونو چارواکي وايي افغان حکومت مخکې له مخکې پاکستاني موټرونو ته خبرداری ورکړی دی چې له جواز پرته افغانستان ته تګ راتګ نه شي کولی.

افغان حکومت داسې مهال په دغه اقدام لاس پورې کوي چې پاکستانی لوری له کلونو راهیسې افغان سوداګر په بېلو نومونو ځوروي او زیانونه ورته اړوي.

4 thoughts on “افغان حکومت سلګونه پاکستانۍ لارۍ په متقابل اقدام کې د تورخم په دروازه درولي”
  1. ګرانو وطنوالو که د حکومت ملاتړ وکړی نو ډیر شه شه کارونه به وکړی چه د افغانستان نوم به را ژوندی کړی۰
    راشی چه د وخدت لاسونه یو کړو او دشمن په ګونډو کړو۰ د وطن محصولات استعمال کړی۰
    پدی کار سره زمونږ د وطن او د خلکو اقتصاد پیاوړی کیږی۰
    مننه

  2. ، دا یی ډیر په خای او درست کار کړی تر څو د خپلو اعمالو په عواقبودقیق فکر وکړددی نه وروسته د ترانزیت او تجارت په برخه کی پاکستان افغانستان ته محتاج دی تر څو خپل مالونه آسیای میانه ته ورسوی ، زموږ امنیتی مامورین په تورخم او چمن کی د پاکستان د مالونو موټر باید دقیق تلاشی او سکن کړی ، خکه تروریستی مواد اووسایل اکثرآ په همدغه غټو باروړونکو موټرو کی ځای په ځای شوی وی ، افغانستان ته راوړل کیژی

  3. الحمد لله رب العلمین. وصلواه والسلام علی خیر خلقه محمد و علی اله و اصحابه احمعین!ا بیا هم د لوی خدای شکر ادا کوم چی افغانستان د پاکستان ځواب سم ووایه! خدای دی مونږ د پاکستان له شره ساتی او خدای دی پاکستان له غیبه وران کړی. امین

  4. کله چی پاکستان زموږ د مالونو او موټرو په وړاندی مشکل جوړوی نو دولت هم باید ورته ګام پورته کړی زموږ عام ولس باید لدی موضوع خبر شی ترڅو د پاکستانی توکو څخه په کمه اندازه استفاده وکړی

    کچیری څوک زما دا تبصیره ورته نوری لیکنی یوځل ریس جمهور اشرف غنی ته ورسوی نو مننه به مو وی

    کله چی پنجاب د طالبانو او مخکینیو مجاهدینو نظامی، مالی او سیاسی ملاتړ کوی نو افغان لکه څرنګه چی عمران خان د ټرمپ سره د افغان سولی په اړه خبری کوی نو افغان دولت هم باید د یو ملی احساس او وطندوستی له مخی د ښکته پښتنو مشکلاتو او کړاوونو په اړه نړیوالی امنیت شورا ، د بشر حقوق نړیوال سازمان او ملګری ملتونو او همدارنګه د امریکا ریس جمهور پوری ورسوی ترڅو پنجاب د طالب له مالی او سیاسی او نظامی ملاتړ لاس واخلی

    او ایران ته هم په هماغه ځای کی داسی یادوونه وکړی کچیری ګاونډی هیوادونه طالبانو او نورو جنګی ډلو مالی او نظامی او سیاسی ملاتړ کوی نو افغان دولت هم مجبور دی چی له سعودی او هند او امریکا سره نور سیاسی او نظامی اړیکی پیاوړی کړی

    نو زما په نظر کیدای شی چی ایران لدی جګړی سره خپلی اړیکی پیکه کړی ځکه دوی په عراق کی له امریکا دومره نه ډاریږی لکه په افغانستان کی
    نو لازمه ده چی افغان دولت له هند او داسی هیوادونه سره چی پنجاب باندی د فشار وسیله ګرځی اړیکی نوری هم قوی او محکمی کړی او داسی نړیوالو ته وښایی چی ترڅو پنجاب له طالبانو نظامی او مالی او سیاسی ملاتړ کوی نو موږ هم مجبور یو او مسول یو چی منظور پښتون سره سیاسی او هند سره سیاسی او نظامی اړیکی نوری هم پیاوړی او نږدی کړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *