میرویس جلالزی- د افغانستان حکومت وايي د یوه نوي پلان له مخي به وسله وال طالبان او نور سیمز حکومت ضد کسان دې ته وهڅوي چې د طبیعي ځنګلونو ساتنه وکړي.

دغه پلان په هغه پالیسۍ کې ځای لري چي د چاپریال ساتنې ریاست او د کرهنې وزارتونه پرې کار کوي.

د کرهني وزارت د شمیرو  له مخې په هېواد كې  يو اعشاريه اووه مليونه هكټاره ځمكه ځنګلونو پوښلې وه، خو اوس دغه شمېره ۷۵۰ زره هكتارو ته راښكته شوې ده.

د ځنګلونو په برخه كې يوه نوې سروې چې د  ملګرو ملتونو له لوری په ۲۰۱۳ کال کي بشپړه  شوې ده ښيي چې په افغانستان كې په سلو كې پنځوس ځنګلونه له منيځه تلي او زياته برخه يې د سيمه ییزو زورواكانو له خوا غصب شوې ده.

د افغانستان د چاپریال ساتنې ادارې مرستیال ملکزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل ډیری ځنګلونه په هغو سیمو کې زیانمن شوي چې نا امني دي او د حکومت واک کمزوری دی.

اوس مهال د کونړ، نورستان، پکتیا، خوست، بادغیس او بدخشان په ګډون د ملک په یو شمیر سیمو کې د ځنګلونو ناقانونه پرې کول روان دي او دغه طبیعي شتمنۍ په بې رحمانه ډول تباه کېږي.

د ملکزي په خبره دوی په یوه نوې پالیسي کار کوي چې وسله وال دې ته وهڅوي څو د غرنیو ځنګلونو ساتنه وکړي خو دا یي و نه ویل چې د دغه کار په بدل کې به هغوی ته کوم امتیاز ورکول کیږي که څنګه.

ملک یار:

(موږ یوه پالیسي پلي کوو چي په خپله مخالفان د ځنګلونو د ساتلو جوګه کړو، ځکه د ځنګله وهل له سیمیزو دودونو سره تړاو لري، زموږ ادارې چې په سیمو کي کار کوي هغوی هم مخالفینو ته او هم نورو خلکو ته دا پیغام رسوي چي ځنګلونه د ټولو شتمني ده خو دا کار په لنډ مهال کي لويې پایلي نه شي لرلای )).

ننګرهار، كونړ، نورستان، پكتيا، خوست، بادغيس، سمنګان، او تخار هغه ولایتونه دي چې د هېواد د ځنګلونو پراخه ساحه جوړوي او په ډېره كچه ځنګلونه په  كې موجود دي.

د چاپریال ساتني د ادارې د مرستیال پر وینا ټاکل شوي چي په نږدې راتلونكې كې د ځنګلونو د سروې پروګرام د حکومت له لوري پیل شي.

اوس هغه اندیښني زیاتي شوي دي چې په دې وروستيو كې د قاچاقبرو او بهرنيو سوداګرو له  خوا د ځنګلونو وهلو زور اخستى.

د چاپریال ساتني اداري مرستیال وايي  عام خلك، سوداګر او زورواكي ټول د ځنګلونو په وهلو كې شامل دي او په وينا يې څوك هم د ځنګلونو د ساتلو په برخه كې له حکومت  سره  صادقانه مرسته نه كوي.

ملکیار  وايي، په هغه سيمو كې چې دولت كنټرول  نه لري، ځنګلونه له  ګواښ سره  مخ دي او ونې تر پرې کیدو وروسته د چهار تراشو په بڼه په غیر کنټرولي لارو بهر ته لیږدول کیږي.

لیکن تر ډیره بریده په غټ شمیر کې د دغو قیمتي لرګو د قاچاق مخه ډب کړای شي ده.

ملک یار:

((تر کومه ځایه چې له ځنګلي سیمو زموږ شمیرو ښوده، څو کاله پخوا به تر سلو لاریو پوري چهارتراش قاچاقیدل، خو اوس تر ډیره یو شمیر لاری تر کنټرول لاندي دي او په بشپړه توګه بندي شوي دي لیکن یو شمیر لاري چي ورته بزرو لاري ویلای شو تر کنټرول لاندي نه دي چې که مونږ رسمي لاري تړو نو هغه یو شمیر خلاصی وي او زمونږ سوداګریز لرګي له همدي لارو لومړي زمونږ ګاونډیو هیوادونو او وروسته بیا د خلیج ملکونو او حتی جاپان ته قاچاق کیږي)).

ښاغلي ملکیار پر ولس غږ وكړ چې د خپلو ملي شتمنيو څخه په خپله ساتنه وكړي.

هغه  وایي په  يو هېواد كې ځنګلونه  يوازې دولت نه شي ساتلی او  بايد عام خلك ورسره همكاري وكړي.

4 thoughts on “افغان حکومت له طالبانو څخه د ځنګلونو په ساتلو کې کار اخلي”
  1. شاباس تاسوبه امیرتوب کوی طالبان به چوکیداری کویی داستاسو انصاف دی په دی باندی اوستاسو دخلګ غولوی
    دااوس خبره ده چی تاسوکړی ده ولی داچوکی اووزارتونه تاسو دلندن کاناډا امریکا څخه روړل که دلی تیار بیل ډنګونه
    جوړول اوچوکی تیاری پره تی وی کاغزاوقلم هم ورسره پروت وو تاسو بی ظهمته پرکینستل کوم خلګو چی ضهمت کړی
    دی تاسواوس دچوکیدار په سترګه ورته ګوری

  2. زما په فکردغه پریکړه (دطالیبانو څخه دځنګل ساتنی خواست)چه هر چاکړی وی، ډیره ناسمه پریکړه یی کړی ده.
    ۱- که ځینی طالیبان خبر شی چه دکرزی حکومت دغه نوی پریکړه کړیده نودغه پاتی ځنګلونه به هم تباه شی.
    ۲- دځنګل په ساتلو کی چه ددغی نوی پریکړی څخه پخوا کومو ملی اوزړه سویه طالیبانو برخه لرله، هغوی به اوس هم د ځنګل په ساتلو کی کمک نه کوی، ځکه هغوی به اوس دځینوسخ دریزو طالیبانو څخه ډاریږی.
    لنډه داچه که په رښتیا دغه پریکړه دکرنی وزارت کړی وی، نو دغه شته ځنګلونه به هم تباه شی.
    دنړی په هغه هیوادونوکی چه جګړی شویدی دهغوی ځنګل په امن کی پاتی شویدی، اووجه یی داوه چه دځنګل شتمنی یی هیڅ وخت د حکومت، فرد، خان اوملک په نوم نه ده یاده کړی، بلکه دځنګل شتمنی یی دولس په نوم یاده کړیده، نوهمدغه وجه وه چه ځنګلونه یی شنه پاتی دی.
    په ډیر افسوس چه زمونږ دوطن ځنګلونه دحکومت، خان اوملک په نوم نومول شوی وه، اوخلکوته مو اهم معلومات اواګاهی دځنګله په برخه کی په سم ډول نه وه ورکړی، چه نن موځنګلونه تباه شول.
    والسلام

  3. طالب جان چیرته پرې صرفه کړې ده دومره ځنګلونه چې د چړیانو په وخت ووهل شول د افغانستان په تاریخ کې نه دي شوي هره ورځ به په سل هاو د لرګیو ډکې لارې د کوټې له لارې پاکستان او بیا عربي ملکونو ته وړل کیدې مونږ دې ته شنه ناست یو چې په نورو نیوکې وکړو خو ځان ته موپام نوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *