تاند، یکشنبه، د دلوې ۶مه: د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د چین په کرونا ویروس له ککړ ووهان ښار څخه د ۶۲ افغان محصلانو د رالیږدولو لپاره بېړنۍ ناسته کړې ده.

له تېرو څو ورځو را په دې خوا په چین کې کرونا ویروس ۵۶ کسان مړه کړي او د نړۍ نږدې دوه زره نور کسان پرې اخته شوي دي.

د افغانستان د باندنیو چارو وزارت سرپرست هارون چخانسوري امر کړی، د افغانستان ۶۲ محصلان چې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله بند پاتې دي؛ ژر تر ژره دې د ځمکې او هوا له لارې وژغورل شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن یو افغان محصل عمران زکریا تاند ته وویل، نژدې ۵۰ افغان محصلان او ۴ کورنۍ هم په ووهان  ښار کې له یوې اونې راهیسې قرنطین شوي او پر خپل ژوند سخت وېرېدلي دي.

ښاغلی زکریا وايي، دا مهال په دغه ښار کې ۵۰ افغان محصلان او څلور کورنۍ چې څلور – څلور غړي لري میشت دي او له سخت حالت سره مخامخ دي.

د چین په ووهان ښار کې میشت نور افغانان هم وايي، هڅه یې  کړې تر څو چین کې د افغانستان له سفارت سره په اړیکه کې شي، خو سفارت یې ټیلفون ته ځواب ندی ورکړی.

د چین په ووهان ښار کې میشت افغانان د افغانستان له سفارت څخه غواړي چې دوی له یادې سیمې بلې خوندي سیمې ته ولېږدوي، ځکه په وینا یې ووهان ښار د کرونا ویروس پر اصلي ځای بدل شوی دی.

دوي وايي، په ووهان ښار کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په ډېرېدو دی او افغانان هم پر خپل ژوند وېرېدلي دي.

دوی همداراز زیاتوي چې خوراکي توکي ډېر په سختۍ لاس ته ورځي او ژر تر ژر د خپل د اوسېدو ځای د بدلون غوښتنه کوي.

په همدې حال کې په چین کې د افغان محصلانو ټولنې تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، ‎دوی په دوامدار ډول له سفارت او په ووهان ښار کې له میشتو محصلانو سره په اړیکه کې دي او ‎وار له مخې یې له اړوندو چارواکو سره خپلې ملاحظې او اندیښنې شریکې کړي دي.

خبرپاڼه وایي، ووهان ښار ته د ننوتلو او وتلو لارې ټولې بندې دي نو سفارتونو او اداراتو ته دا ناممکنه ده چې هلته ورشي او خپل اتباع له هغه ځایه بهر کړي: ((‎که خدای مه کړه کوم کس مو په کرونا وایرس ککړ وموند نو هلته محلي حکومت خبر کړئ چې درملنه یې پیل شي.))

بل خوا د هېواد د عامې روغتیا وزارت افغانستان کې د یاد ویروس د مخنیوي په پار هڅې پیل کړي او د حامد کرزي هوايي ډګر کې له چین هېواد څخه راستانه شوي مسافر معاینه کوي، څو په یاد ویروس اخته نه وي.

د یادونې ده چې نن د یکشنبې په ورځ د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي چې د مرګ خطر شته؛ ځکه له کرونا څخه د مړو شمېر ۵۶ ته رسیدلی او په شانګهای کې هم یوکس مړ شوی دی.

دغه راز نوموړي تېره ورځ ویلي وه، چې روغتیایي سرچینو پر دې ناروغۍ د اخته کسانو ۱۹۷۵ قضیې تائید کړې دي.

د چین د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې؛ په نړۍ کې اوس له ۲۰۰۰ ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

کرونا ویروس تېرکال د چین په مرکزي ښار ووهان کې د سمندري خوړو د ځناورو له تور بازاره سر راپورته کړ. اوس د بیجینګ او شانګهای په ګډون چینایي ښارونو، سینګاپور، تایلیند، جاپان، فرانسې او نورو هېوادونو ته هم خپور شوی دی.

چین د هوبي او ووهان ښارونه وتړل، چې په میلیونونه خلک یې اغېزمن شوي او اوس د هېواد نورو برخو ته محدودیتونه پراخوي.

چین د دغې ناروغۍ له کبله د قمري نوي کال دودیزې نمانځغونډې هم وځنډولې او د سیلانیانو سترې سیمې یې وتړلې.

په بیجینګ کې روغتیایي چارواکو له خلکو غوښتي، چې پر لاس او خوله له سلام تر سره کولو ډډه وکړي او پر ځای یې نغوته او اشاره وکاروي.

چین د تیانجین په شمالي ښار کې د تګ راتګ مخه ونیوله او د جنوري له ۲۷ به ټول ولایتي بسونه او ډله ییز سفرونه وځنډول شي.

ډاکترانو ویلي، چې دغه ویروس له ناروغانو او حیواناتو سره له اړیکو لیږدول کیږي، چې نښې یې ټوخی، سینه بغل، ولګی او زکام دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ ویلي، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یې د هېواد په هوایي ډګرونو او مهمو بندرونو کې سیارې روغتیایي ډلې ګمارلي او د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره  یو روغتون هم ځانګړی کړی، چې د نښو نښانو له لیدو سره سم اړوند ناروغان په کې بستر شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *