تاند، یکشنبه، د جدي لومړۍ: د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند وایي، مهم غړی یې مولوي حمدالله ولد سیداغا تره خېل په ګوانتانامو کې له ۱۷ کاله زندان تېرولو وروسته راخوشې شو.

حزب لسلامي وایي، مولوي حمدالله تره خېل له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

بلخوا د ولسمشر سلاکار او له حزب اسلامي سره د سولې د تړون د تعقیب کمېسیون مشر ضیاالحق امرخېل ادعا کړې ده چې د مولوي تره خېل زوی د حکومت په هلو ځلو راخوشې شوی او کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.

ښاغلي امرخېل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: ((‏مولوي حمدالله د ارواښاد شیخ الحدیث مولوي تره خیل صیب زوی چې د یوې روحاني او متدینې کورنۍ پورې اړه لري د څه کم ۱۷ کلونو زندان وروسته د حکومت په هلو ځلو د ګوانتانامو له زندان څخه خوشې او د هغوی کورنۍ غړو ته مو کابل کې وسپاره.
زه مولوي صیب حمدالله ته د راتلوونکي خوشحاله ژوند هیله کوم.))

دا په داسې حال کې ده چې له حزب اسلامي سره د هوکړې له مخې افغان حکومت مکلف دی چې له خپلو زندانونو او له هېواده بهر زندانونو څخه د دغې ډلې سیاسي بندیان راخوشې کړي.

دوه کاله وشول چې ګلبدین حکمتیار د سولې له بهیر سره یو ځای شوی دی، خو پر حکومت تور لګوي چې کړې ژمنې نه ورسره پوره کوي.

بلخوا حکومت وایي، د سولې په برخه کې له ګلبدین حکمتیار سره شوې هوکړه قدم په قدم عملي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *