ليکنه او شننه : قاضي نجيب الله جامع
نن سخت خوشحاله شوم چې د پنجاب په نوښت او رياست د افغان – امريکا کشالي مذاکراتو کريډيټ له فرنګي پنجاب څخه واخيستل شو.
بل لور ته انديښنه لرم او فکر کوم چې امريکا او پاکستان دواړه غواړى په يو ډول هغه سيمه اييز ډيالوک چې د ايران روسيې او چين په هڅو د طالبانو د خپلواک دريځ په توګه رامنځته شوى بدنام او بى لارى کړى.
لومړى امريکا د جګړې دوام غواړى نو ځکه يې د زلمي خليلزاد په مشرى د سولې هڅو ته ودانګل ترڅو د سيمه اييزو هڅو نيمه بريالى بهير له يوى خوا سبوتاژ کړى او بل لور ته د روان ناورين د حل شيطانى مالکيت ولرى.
دويم پاکستان چې له ډېر وخته يې پر طالبانو د نفوذ کچه راکمه شوى او يوازى د اغيزى تر چارې د کردار ترسره کولو وړتيا لرى او بل لور ته له هغه لومړيو د قطر دفتر د پرانسيتو يو له سرسختو مخالفينو څخه وو.
اوس غواړى له امريکا سره په دسيسه او توطيي کې د محور او نوښت په پلمو لومړى د سيمې په کچه د سولې روانې هڅې پيکه کړى, په دويم لړ کې د طالبانو مشروعيت وننګوى او هغوى د امريکايي شرارت په همکارى سره اړ باسي تر څو په هغه برخليک خوښ اوسې کوم چې څو لسيزى مخکې د افغان مجاهدينو په اړوند تر سره شوى وى.
زما وړانديز دا دى چې د ګران افغانستان د عزت په پاره, د جګړې د بشپړې پايته رسولو په موخه او په ټوله کې د نورو د نويو څارګريزو لوبو څخه چې (افغان وژنه, وينه بهول, بمونه, بارود او اورونه دى ) د خلاصون لپاره بايد د دغي پيچلۍ قضيي افغان اطراف ( افغان حکومت + طالبان ) بايد هڅه وکړى چې د پاکستان له فرنګي شرارتونو او د امريکا د فتنى د دوام له ستراتيژيانو د سولې وروستي هڅې پخپلو تدبيرونو سره جلا او تر ډېره د افغانستان د پايښت په فکر خوندى وساتي.
کوم چې پدغه برخه د ګران افغانستان د ټيکاو په موخه افغان حکومت چې موخه مې ترينه شخصا ډاکتر غني او ټيم يې دى ژر تر ژره د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو, د شپنيو وحشيانه او ړندو بمباردونو د درېدو, د قطر دفتر چې د طالب طرف يوازنې او د مذاکراتو د توافقى ادرس په توګه دى په رسميت وپيژنې, هلته ميشت پلاوى ته دى د تګ راتګ ازادى ورکړل شي او د طالبانو هغو غوښتنو ته د حسن نيت ښکاره کولو په برخه کې چې بنديان دى لومړنى ګامونه اوچت کړى تر څو د واکمن حکومت صلاحيت تعريف, مشروعيت يې راوګرځى او حسن نيت يې ثابت شي د کوم واک چې افغان حکومت يې د لرلو او اختيار اداعا کوى.
همدا ډول طالبان دى د مذاکراتو تر ميز وړاندى زيان اړونکې عمليات ودروى, د جغرافيي نيولو هڅې دى صفر کړى او پر يوه لنډمهال اوربند چې حد اقل تر ۲ مياشتو کم نه وى پر سر دى غور وکړى.
دا ډول دواړه لورى دى خپلو کې د سولې دښمني کړۍ, ډلي او هغه اشخاص منزوى, بى واکه او له خپلو ليکو دى وشړى چې د جګړې د دوام او په ځانګړې توګه د ممکنه هوکړو پر لاره کې خنډونه او ستونزى زيږوى.
ځکه زه باور لرم او لرى نه دغه نږدى تاريخ ته که وګرزو د بهرنيانو د پريکړو او دريځ تر دى کچي هڅو پايله هميش بدرنګه, د توطيو څخه مالامال او ګواښونکې وى.
بل لور ته روانه کښاله او جګړه په لويه کې بين الافغاني نه بلکې بهرنى – افغانى دى, پدى لړ کې بهرنيان په خاص کرده امريکايان دکړکيچ ښکيل لورى دى او پرته له کوم ضررت او مصلحت بايد چغه او وشړل شي.
ولي داچې مونږ کله او څه مهال تر دغه منزله رسيږو لازمه, معقوله او زموږ د خير خبره دا ده چې مونږ بايد خپلو کې د دى ستونزو سره سره لومړى د نورو ککړ لاسونه رالنډ کړو او پدى اړوند يوشمير هغه کارونه چې سبا يې تاريخى, اسلامي او ملي مسووليت ګوته مونږ ته نيول کيږى او هغه مهال به دا پيټى اوچتول هم خورا دروند او زموږ له وسه پورته خبره وى نو ښه دا ده چې همداوس يې په اړوند خپل رسالت تر سره کړو.
درناوى