تاند، شنبه، د حمل ۹مه: د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د طالبانو لخوا د سولې پر مذاکراتي پلاوي نیوکه بده منلې او دا یې له تمې خلاف څرګندونه بللې ده.

طالبانو نن په یوه اعلامیه کې وویل، د افغان حکومت له لوري د سولې اعلان شوی پلاوی د دوی د دریځ او له امریکا سره د طالبانو د لاسلیک شوې هوکړې خلاف دی او ټول شموله هم نه دی.

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی پلاوی د ټولنې له مطرح او اغېزناکو لوریو سره تر پراخو سلا مشورو وروسته ټاکل شوی دی او د خلکو ونډه او د پلاوي ټولشمول والی له افغان دولت سره تړاو لري نه له طالبانو سره.

د وزارت لخوا د طالبانو د اعلامیې په اړه چټک خپاره کړي غبرګون کې راغلي چې له طالبانو سره په دغو مذاکراتو کې یوازې د افغانستان اسلامي جمهوریت مخامخ دی.

وزارت زیاته کړې، د طالبانو جګړه له دولت سره ده او دا پلاوی دولت تنظیم او اعلان کړی دی: (( د مذاکرې د مقابل لوري په چارو کې مداخله غیر اصولي او له تمې لرې ده.))

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په یوه اعلامیه کې چې تاند ته یې هم استولې ویلي، دوی له ټولو افغاني جهتونو سره خبرو ته اماده ګي ښودلې خو تر اوسه پورې د ټولو جهتونو نماینده ګي کوونکی پلاوی نه دی ټاکل شوی او نه هم اوستی اعلان شوی پلاوی ټولشموله دی.

طالبانو نه دي ویلي چې د حکومت له پلاوي سره به خبرو ته کېني که نه؟ خو ټینګار یې کړی دوی به له هغه مذاکراتي ټیم سره خبرو ته حاضر شي چې د وضع شویو معیارونو په اساس تشکیل شوی وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغان دولت له لوري د سولې اعلان کړي ۲۱ کسیز پلاوي سره همغږي ښودلې او دا یې نه یوازې همه شموله پلاوی بللی بلکې د دغه پلاوي ملاتړ یې هم ښودلی دی.

خلیلزاد، ناټو او اروپايي ټولنې د افغان حکومت له لوري اعلان کړی پلاوی د سولې پر لور د یو مثبت ګام اخیستلو لپاره مهم بللی دی.

2 thoughts on “افغان دولت، د سولې په مذاکراتي پلاوي د طالبانو نیوکې ته غوسه ښودلې”
  1. د طالبانو نه د افغانستان د ملت دا پوښتنی دی :
    آیا ستاسو جنګ د افغانستان داسلامی جمهوریت د نظام سره په کل کی ا وبیا ددغه دولت تر چتر لاندی د امنیتی او دفاعی قوتونو سره نه ده ؟ چه حقیقتآ ده .
    ستاسو بندیان د چا سره بندیان دی ؟ چه د افغانستان ددولت سر دی .
    ستاسو په مذاکراتیټیم ولی دافغانستان دولت نیوکه نه کوی چه مثلآ :
    ستاسو ټیم کمزوری دی !
    د ټولو طالبانو نمایندګی نه کوی !
    حد اقل ددوهمی غټی ډلی لکه د ملا رسول دډلی نمایندګان په کښی نشته !
    جنګی قوماندانان په کښی نشته !
    او هم د لوړ تعلیم خلک په کښی وجود نلری ! داسی خلک دی چه د امارت په وخت کی هم په حکومت داری او دصلحی په مسائلو بلد او ماهره خلک نه دی !
    نودغسی اعتراضونه د افغانستان دولت هم کولای شی خود سیاسی او اخلاقی لحاظ دا درسته نه بولی چه ستا سو په مذاکراتی ټیم نیوکی وکړی ، یا یی په اړه پوښتنی وکړی هغه هم د مذاکراتو نه مخکی !
    دا د افغنستان د اسلامی جمهوریت ددولت مسؤلیت دی چه څنګه په داخل د افغانستان کی د خپل ملت سره مشوری ترسره کوی او بیا مذاکراتی ټیم ټاکی ، په دغه وخت کی په ټیم باندی اعتراض بی ځایه او د سیاسی فرهنګ نه ناخبری او یا په بل عبارت یو نوع سیاسی سپین سترګی دی ! دغه دولت یوه مشروع رهبری لری ، چه د انتخاباتو په نتیجه کی را منځ ته شوی ، قانون اساسی دا صلاحیت ورکړی چه د صلحی او جنګ پ مورد کی لازم تصمیم ونیسی ، دلته د خلکو نمایندګان یا پارلمان شته . تاسو خو بی د انتخاباتو په خپل سر لګیا یاستی په دی ۳۰ کاله کی غیر دجنګ نه نور هیڅ لاسته راوړنه نه لری ؟ که خبره داعتراضونو وی نو انتقادونه ډیر دی ،او که غواړی چه رښتیا په خپله تاسی صلحه وکړی نو دادی راځی په کابل کی د افانستان د حکومت سره مخامخ وغږیږی ، ستاسو دامنیت مسؤلیت هم دغه دولت چه د ډاکتر اشرف غنی د منتخبی رهبری لاندی په افغانستان کی حاکم دی نیسی ، او ستاسو د زندانیانو د خلاصون صلاحیت هم ددغه دولت سره دی .

  2. کله چه د طالبانو د قطر ګوډاکی او پردی پال سیاسی دفتر د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت مذاکراتی ټیم باندی نا خواسته ملاحضات لری ، نو د افغانستان ملت دغه ګوډاګی دفتر هم د ټولو طالبانو نماینده دفتر نه بولی . ځکه په دغه دفترکی د ناستی ډلی او ټیم په فیصلو ټول طالبان په افغنستان کی موافق نه دی او مخالفت لری .
    یو ښه مثال یی د اورکم نه تیښته ده ، دا ځکه چه د طالبانو د قطر د ټیم په فیصله په افغانستان کی چه کوم مسلح طالبان دی ، اورکم نه کړ بلکه د جګړی اور یی زیات کړ .
    د بله طرفه د ملا رسول او ملا نیازی غټه ډله د طالبانو چه د افغانستان په لویدیز ولایاتو کی د ملا هیبت الله د ډلی سره چه ظاهرآ د قطردفتر یی نمایندګی کوی اوس هم جنګ شته او تر مڼځ یی په سلهاو طالبان وژل شوی.
    بله دا چه د قطر د ګوډاګی دفتر نه او د ذبیح الله مجاهد نه چه د طالبانوو یاند او د آی ایس آی کره غړی او مامور دی ، او د افغانستان ددولت په مذاکراتی ټیم باندی نیوکی لری ، د افغانستان ملت او هم هغه طالبان چه واقعآ د صلحی غوښتونکی دی دا پو ښتنه لری چه ملاهیبت الله دا یو کال راهیسی چه د صلحی مذاکرات روان دی ولی ورک دی ؟ دا سی خو نه ده چه د ملا عمر به شان او یا د ملا برادر په شان په زندان کی اچول شوی وی ؟ او یا هم د ملا عمر په شان ستا بادار آی ایس آی وژلی نه وی ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *