۲۰۱۶ کال ختم شو. په دغه کال کې افغان دولت ډیرې لاس ته راوړنې درلودې خو په څنګ کې یی افغان دولت او نړیوال متحدان یې د ځینو غټو مشکلاتو او چیلنجونو سره هم لاس او ګریوان وو.
د دولت تر ټولو غټه لاسته راوړنه د حزب اسلامي او حکمتیار سره روغه جوړه وه چې دولت وتوانید د حکمتیار صاحب د یو څو شرطونو په منلو سره هغه قانع کړي چې له مقاومت نه لاس واخلي.
دغه رنګ د ترکمنستان نه د ریل پټلۍ ته زمینه برابرول او د چین سره د تجارتي اړیکو شروع کول هم د یادونې وړ کارونه دي. د دې تر څنګ د سلما’ بند افتتاح او فعالیدل هم یوه لاسته راوړنه وه.
دغه شان افغان دولت وتوانید چی د بروکسل په کانفرانس کې د اوس مهال او راتلونکې څو کلونو لپاره په غټه کچه د نړیوالو مرستې او ملاتړ تر لاسه کړي.
د دې تر څنګ د اشرف غني بهرنۍ پالیسي هم کامیابه وه او هغه په دې وتوانید چې په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه نړیوالو ته په ګوته او نړۍ پرې بې باوره کړي څو پاکستاني استخبارات په افغانستان کې لاسوهنه راکمه کړي. افغان دولت په دې بریالې شو چې په افغانستان کې د یو ستراتیژیک لوبغاړي په حیث پاکستان په شا تګ ته اړ باسي.
خو که په ۲۰۱۶ کال کې د افغان دولت منفي اړخونو او ورپیښو چیلنجونو ته وګورو نو په دغه کال کې د افغانستان شمالي سیمو کې نا امني زیاته شوه. لوی ستراتیژیک ښار کندوز په دویم ځل د طالبانو لاس ته ورغي. په فاریاب، سرپل، بغلان او غور کې هم دولت له سختو مشکلاتو سره مخ شو.
دغه شان په جنوبي ولایتونو په تیره هلمند کې خونړۍ پیښې رامنځ ته شوې. په شرقي سیمو کې داعش نفوذ پیدا کړ. د هیواد نږدې یو ملیون وګړي بې کوره شول او په زرګونو نور ووژل شول.
د یوې نړیوالې سروې تر له مخې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د دولتي چارواکو له خوا له عامو وګړو نه درې میلیارده رشوت اخیستل شوی دی. بل خوا ګڼ شمیر ځوانانو د بیکارۍ له امله خارجي هیوادونو ته مخه وکړه ځکه چې په هیواد کې ورته د کار زمینه نه وه مساعده شوې.
د افغانستان روانې وضعې او د متحدینو د توجه کموالی ته په کتو باالاخره روسیې، پاکستان او چین سره غوږونه وجنګول او د افغانستان او امریکا له ګډون پرته یې د افغانستان په اړه په مسکو کې ناسته وکړه چې دا قسم غونډه د ۲۰۱۶ نه مخکې کله نه وه شوې.
که چیرته افغان دولت د سیمې د هیوادونو چین، ایران، پاکستان او هند سره سره د امریکا او چین سره صحیح برخورد ونه کړي نو لرې نه ده چې افغانستان یو ځل بیا د دغه هیوادونو ترمنځ د سیالۍ په میدان بدل شي.