محمد اسماعیل زاهد –
۲۰۱۶ کال ختم شو . په دغه کال کې افغان دولت ډیرې لاس ته راوړنې درلودې خو په څنګ کې یې افغان دولت او نړیوال متحدان د ځینو غټو مشکلاتو او چیلنجونو سره هم لاس او ګریوان وؤ .
د دولت تر ټولو غټه لاسته راوړنه له حزب اسلامي او حکمتیار سره روغه جوړه وه چې دولت وتوانید د حکمتیار صاحب د یو څو شرطونو په منلو سره هغه قانع کړي چې د مقاومت نه لاس واخلي .
دغه رنګ د ترکمنستان نه د ریل پاټلئ ته زمینه برابرول او د چین سره د تجارتي اړیکو شروع کول هم د یادونې وړ کارونه دي . د دې تر څنګ د سلمی’ د بند افتتاح او فعالیدل هم یوه لاس ته راوړنه وه .
دغه شان افغان دولت وتوانید چی د بروکسل په کانفرانس کښی د اوس محال او راتلونکې څو کلونو لپاره په غټه کچه د نړیوالو مرستې او ملاتړ تر لاسه کړي.
د دې تر څنګ د اشرف غني بهرنۍ پالیسي هم کامیابه وه او هغه په دې وتوانید چې په افغانستان کې د پاکستان لاس وهنه نړیوالو ته په ګوته او نړې پرې بی باوره کړي تر څو پاکستانی استخبارات په افغانستان کې لاس وهنه راکمه کړي. افغان دولت پدې بریالې شو چې په افغانستان کې د یو ستراتیژیک لوبغاړي په حیث پاکستان په شا تګ ته اړ باسي .
خو که په ۲۰۱۶ کال کې د افغان دولت منفي اړخونو او ورپیښو چیلنجونو ته وګورو نو په دغه کال کې د افغانستان شمالي سیمو کې نا امني زیاته شوه . لوی ستراتیژیک ښار کندوز په دویم ځل د طالبانو لاس ته ورغي . په فاریاب، سرپل، بغلان او غور کې هم دولت د سختو مشکلاتو سره مخ شو .
دغه شان په جنوبي ولایتونو په تیره هلمند کې خونړۍ پیښې رامنځ ته شوې . په شرقي سیمو کې داعش نفوذ پیدا کړو . د هیواد نږدې یو میلیون وګړي بې کوره شول او په زرګونو نور ووژل شول .
د یوې نړیوالې سروې تر مخه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د دولتي چارواکو له خوا د عامو وګړو نه دری میلیارده رشوت اخیستې شوې دی. بل خوا ګڼ شمیر ځوانانو د بیکارئ له امله خارجي هیوادونو ته مخه وکړه ځکه چې په هیواد کې ورته د کار زمینه نه وه مساعده شوي .
د افغانستان روانې وضعې او د متحدینو د توجه کموالی ته په کتو باالاخره روسیې , پاکستان او چین سره غوږونه وجنګول او د افغانستان او امریکې د ګډون پرته یی د افغانستان په اړه په مسکؤ کې ناسته وکړه چې دا قسم غونډه د ۲۰۱۶ نه مخکې کله نه وه شوې.
که چیرته افغان دولت د سیمې د هیوادونو چین، ایران، پاکستان او هند سره سره د امریکې او چین سره صحیح برخورد ونه کړي نو لرې نه ده چې افغانستان یو ځل بیا د دغه هیوادونو تر منځ د مقابلې میدان وګرځي.
په مثبت اړخ کشی چابهار او افغان تجارانو ته بغیر له پاکستان څخه نوری ټرانزیټي لاری پیدا کول هم دی یاده ولو وړ دی