تاند، یکشنبه، د ثور ۲۱مه: د افغانستان ښځینه رهبرانو او د بشري حقونو مدافعانو د ایران له مذهبي مشر او ولسمشر څخه په یو لیک کې غوښتنه کړې چې د دوی په خاوره کې د افغان کارګرو د بېرحمانه وژنې په اړه دې بخښنه وغواړي او د پېښې په اړه جدي پلټنې دې پیل کړي.
په دغه لیک کې چې دوه کاپیانې یې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي او ولسمشر حسن روحاني ته، دریمه کاپي یې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او څلورمه کاپي یې د تاند په شمول رسنیو ته ورکول شوې ده راغلي چې د قاهرې د بشري حقونو د اعلامیې له مخې هیڅوک دا اجازه نلري چې یو فرد ته رواني او جسمي شکنجه ورکړي او د هغه انساني کرامت ته سپکاوی وکړي.
خو افغان ښځینه رهبرانو په دغه لیک کې ویلي، لیدل شوي چې ایراني سرحدي ځواکونو افغان کارګر د زنکدن په حالت کې دي خو ایراني ځواکونه پرې خاندي او انساني کرامت ته یې سپکاوی کوي.
په دغه لیک کې خبرداری ورکول شوی چې د هریرود په سیند کې د ۵۷ افغان کارګرو خوشې کول د ایراني ځواکونو لومړنی او اخرنی ظلم نه دی بلکې شواهد ښيي چې ایراني ځواکونو په دغه هیواد کې افغانان په بیا بیا ځورولي دي.
په لیک کې له ایران څخه غوښتل شوي چې عاجل دې لس ورځې وړاندې هریرود سیند ته د افغان کارګرو د غورځول کېدو پېښه باندې بخښنه وغواړي او په دې اړه دې جدي پلټنو وروسته عاملینو ته سزا ورکړل شي.
په اعلامیه کې راغلي چې افغان رهبرانې او د بشري حقونو مدافعانې د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ولاړې دي او په دې اړه به د عدالت غوښتنې ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ارګ وايي، د حمید طهماسي په مشرۍ لس کسیز پلاوی یې ټاکلی تر څو د ایران لخوا سیند ته د ۵۷ افغان کارګرو د اچولو او شکنجې پېښه په دقیق ډول وڅېړي.