تاند- د افغانستان د روبوټ جوړوونکو ډلې، چې په واشنګټن کې یې د روبوټ په نړیواله سیالۍ کې ګډون کړی، جایزه وګټله.

افغان نجونو ته تشویقي جایزه په دې خاطر ورکړای شوه چې له ستونزو او کړاوونو سره سره یې په دې مسابقه کې ګډون وکړ.

د امریکا د ولسمشر لور ایوانکا ټرمپ په سیالۍ کې ټولو برخوالو، په ځانګړي ډول افغان نجونو ته مبارکي وویله.

دې افغان نجونو ته په خطاب کې وویل«تاسو هره یوه ګټونکي یاست، زه په هغه څه چې تاسو یې کوئ او کوم پرمختګ چې تاسو یې لرئ، روحیه اخلم.»

د افغانستان د هرات ۶ نجونو د امریکا د روبوټ په نړیوالو سیالیو کې وروسته له دې برخه واخیسته چې د متحدو ایالتونو ولسمشر پخپله د هغوی د وېزې ستونزه حل کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغو افغان نجونو ته د وېزې له ورکولو انکار کړی و.

هر کال په واشنګټن کې د نړۍ د ګڼو هیوادونو د استازو په ګډون د روبوټ درې ورځینۍ سیالۍ جوړېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *