د پوهنې وزارت وايي، د افغان ترک ښوونځیو ۲۱زده کوونکو د ساینسي مضامینو او ریاضیاتو په سیالۍ کې د سرو او سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړل.

د افغان ترک د مرکز او ولایتونو د ښوونځیو ۶۳ زده کونکي، چې ۱۴ تنه یې نجونې وې، په هندوستان کې د ساینسي مضامینو اوریاضي د المپیاد په سیالیو کې ټولټال ۵۳ مډالونه تر لاسه کړل، چې ۹ یې دسرو زرو ، ۱۲ یې د سپینو زرو او پاتې نور یې د ژېړو یا برونزو دي .

دغه زده کوونکي نن له هندوستان څخه د اولمپیاد د علمي سیالیو له بریالي سفر څخه بیرته افغانستان ته راورسیدل .

د افغان ترک د ښوونځیو زده کوونکي هرکال د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې په ورته علمي سیالیو کې ګډون کوي چې هرځل ډیرښه ځلیدلي او په دغه ډول علمي سیالیو کې یې ګڼ ارزښتناک مډالونه تر لاسه کړي دي .

په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځي د هیواد له معتبرو علمي مرکزونو څخه دي، چې تل یې هیواد ته ویاړونه راوړي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *