تاند- د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت په وینا (افغان زعفران) شرکت ته د ښه کیفیت زعفرانو د تولید په خاطر د تیسټ انډ کوالټي د نړیوال انستیتوت له لوري لومړۍ جایزه ورکړای شوه.
3
افغان زعفران شرکت د زعفرانو د تولید، پروسیس، پکینګ یا بسته بندۍ او بازار موندنې په برخو کې فعالیت کوي.

سره له دې چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د زعفرانو کښت او تولید ته مخه کړې خو په لنډ وخت کې یې نژدې دی چې ایران ته، چې د زعفرانو اصلي تولیدونکی هیواد دی، ماتې ورکړي.
د افغانستان زعفران، چې تر ډېره په هرات ولایت کې کرل کېږي، جرمني او نورو اروپايي هیوادونو ته صادرېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت د چارواکو په وینا په وروستیو کې د افغانستان زعفرانو د کیفیت له پلوه د نړۍ تر ټولو د ښو زعفرانو میډال وګاټه.

One thought on “افغان زعفران په نړۍ کې اول شول”
  1. مونږ د خپلې خاورې په ارزښت نه پوهیږو. که رښتیا خپلې خاورې ته ارزښت ورکړو او هغه پیسې چې په جګړه لګوو په سولیزه تو
    ګه یې په ښو پروژو ولګو نو ډیره ګټه به ترې پورته کړو څکه چې په نړې که ډيری زراعتي حاصلات په غیر عضوي ډول بازار ته وړاندې کیږي خو په افغانستان کې ډیری زراعتي حاصلات په عضوی توګه بازار ته وړاندې کیږي چې د غیر عضوی حاصلاتو څخه څو برابره ګټه ور دي پدې معنی چې د افغانستان ټول زراعتی حاصلات په لومړي سر کې دي نو راځې چې په یوځای او په یو غږ په جګړې لعنت واویو او هغو ګټورو کارونو ته مخه کړو چې هم الله ج او هم د هغه بندګان زمونږ نه راځي شي او دا دنیا او هغه دنیا مو د ځوښیو نه دګه شي. آمین ثمه آمین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *