دوو افغاني تنکیو زلمیو د کرکټ د نړیوال جام په مناسبت یو په زړه پورې کمپيوټري ګېم جوړ کړی دی چې د لومړي ځل لپاره پکې افغان ملي لوبډله هم لوبول شويده.
 
د تفصيلاتو سره سم دغه پنځلس کلن افغان زده کوونکي نصرالله نيازى او عصمت الله نيازی نومېږي، د غزني ولايت  د اندړو د ولسوالۍ اوسېدونکى دی چې دا مهال په متحده عربي اماراتو کې زده کړي کوي.
د غزني ولايت د اندړو ناامنه ولسوالۍ د زرين د نيازيو کلي اوسېدونکي پنځلس کلن نصرالله نيازي تاند ته په خپله مرکه کې څرګنده کړه چې له ماشومتوبه يې د کرکټ له لوبې سره مينه لرله او په خپله سيمه کې به يې له نورو هلکانو سره د کرکټ لوبه کوله.
1نوموړي زياته کړه، په ۲۰۱۱ ز کال کې  په سیمه کې د سختو نا امنیو له کبله اماراتو ته راغلل. دلته یې وکتل چې  د کرکټ ګېمونه شته چې لويو نړيوالو شرکتونو جوړ کړي، خو د افغانستان لوبډله په کې نه ښکارېده.
نيازى وايي هماغه و، چې موږ دواړو وروڼو پرېکړه وکړه چې داسې ګېم به جوړوو چې افغان لوبډله هم په کې لوبېدلې وي.
د نصرالله په وينا ، ده او بل ورور يې په وزګار وخت کې د دغې کمپيوټري لوبې په جوړېدو پيل وکړ.
نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګېم يې په څومره وخت کې جوړ کړ، وايي چې یو خو زموږ عمرونه کم وو، اړين وسايل مو نه لرل او بله دا چې مسلکي هم نه وو، ځکه نو د لوبې جوړښت رانه نژدې پنځه میاشتې وخت واخيست.
نصرالله نيازى چې اوسمهال د دوبۍ ښار  په يوه ځايي ښوونځي کې د اووم ټولګي زده کوونکى دى، وايي چې د لوبې له جوړولو وړاندې يې د افغانستان د لوبډلې لسګونه لوبې ، د هر لوبغاړي پروفايل يې وکوت  او د لوبې پر مهال يې د ټولو لوبغاړو حرکتونه وڅارل.
دى وايي : (( د لوبې پر مهال مو د لوبغاړو د خوښې او غوسې چلند ، نفسياتي کيفيتونه  او د هغوى څېرې مو خورا په ځير ځير وکتلې، او بيا مو د انيمېشن د ګڼو پروګرامونو له لارې هغه سره ونښلولې او متحرکې مو کړې او له پنځو مياشتو زحمت وروسته مو دا لوبه جوړه کړه.))
نوموړي زياته کړه چې تر ټولو سخت کار د لوبغاړو څېرې او د هغوى حرکات برابرول وو، ځکه له جوړولو وروسته به يې هغه له اصلي ويډيوګانو سره څو څو واره پرتله کول.
نصرالله نيازی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له لوبډلمشر محمد نبي سره مينه لري او هغه  د لوبې په هره برخه کې ښه لوبېدونکى ( ال راونډر ) بولي.
دی وايي چې دی او بل ورور يې عصمت الله نيازی دواړه له کمپيوټر ساينس او په تېره له سافټ وېير انجينېرنګ سره مينه لري او غواړي په دې برخه کې لوړې زده کړې وکړي.
د نصر الله ورور ، عصمت الله نيازی سږ کال د (دوبۍ په اسلاميه هائير سکول او کالج ) کې په ټول  ښوونځي کې درېيم نومره شوى دى.
نصرالله نيازی له افغان دولت څخه هيله لري چې دوى ته د کار خوندي چاپيريال برابر کړي تر څو دوى وکولای شي په ډاډه زړه د کمپيوټر ساينس په برخه کې خپلې څېړنې او کارونه ترسره کړي.
 
د  نصرالله نيازي  تره حاجي عبدالفتاح نيازي پژواک اژانس ته وويل  چې په اندړو کې له ډېره وخته ښوونځي بند و  او دوى د خپلو ماشومانو راتلونکي ته په اندېښنه کې و ، همدا لامل وو چې له خپلو اولادونو سره دوبۍ ته راغلل او ورېرونه يې په کم وخت کې د زده کړو او کمپيوټر په برخه کې ښه وځليدل.
 
نصرالله نيازى زياتوي چې ددې ګېم په جوړولو کې چا ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې  ، ده او ورور په خپل زيار جوړ کړى دى.
 
1 ۱ 1 1 1 ۱نيازي  په خپل پيغام کې څرګنده کړې ، خپل د ماشومتوب هغه ملګري چې ګڼ شمېر يې د جګړې له امله له زده کړو پاتې دي سخت ياديږي او دی غواړي چې هغوى ټول زده کړې وکړي او د هېواد لپاره سترې لاسته راوړنې ولري.
2 thoughts on “افغان زلمیانو د کرکټ نوی کمپيوټري ګېم جوړ کړی دی”
  1. ډیر اعلی الله.ج.دی درته نور توفیق درکړي چه دوهیواد او اسلام خذمت وکړۍ…
    که دا راته اووایی چه داګیم مونږه له کومه ځایه او په کوم نوم باندی خپل موباییل یاکمپیوټر ته ښکته کړو؟

  2. سلامونه او نيکي هيلي مي ومنی!
    هيله ده چي جوړ او روغ به ياست، ايا څوک سته چي ما تشويق کړي. ماهم په ورته مسله کابو درې کاله وړاندي کار پيل کړی دی. او لا تر اوسه هم ورباندي مصروفه يم. هغه يو داسي ګېم دی چي د افغانستان ټول نظامي موټرونه، الوتکي ……… او نور ډېر عراده جات پکښي شتون لري. ټول خلک، عسکر اود اردوسرتېري يې هم افغاني دي، د دولت پر ضد بلواګر مي ورته پاکستاني ټاکلي دي. ډېر په زړه پوري او زړه راښکوونکی چاپېريال لري. کولای سم عکسونه يې درته واستوم. دلته مي په کندهار کښي زيات شمېر چارواکي په جريان کښي اچولي دي خو څوک مي نه تشويقوي. هيله ده چي په دې اړه راسره مرسته وکړی. مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *