بريالی وياړ/ سرخط ورځپاڼه
جهاد يو عربي ويی دی چې هدف ترې کوښښ او مبارزه ده. د نبي کريم «ص» رښتينې تګلاره او نړيوال حکم دی. جهاد پر دوه ډوله دی، يو فرض عين بل فرض کفايي. فرض کفايي داسې دی لکه د جنازې لمونځ چې ټول خلک يې پر ورتګ او لمونځ کولو نه مکلفېږي، خو فرض کفايي بيا مطلق د پنځه وخته لمانځه په څېر فرض دی او ټول مسلمانان يې د تر سره کېدو مسووليت لري.
فرض کفايي په ټولنيز ډول هغه مبارزه ده چې هر مسلمان يې له ځانه، تر خپلې کورنۍ د تر سره کېدو مسووليت لري او مانا يې د شرعي اصولو عملي کول دي. غلا نه کول، درواغ نه ويل، چا ته تکليف نه رسول، خلکو ته د اسلام په اړه ښه پېغام رسول، تعليم کول، ټولنه سمول او په ټوليزه توګه هغه کارونه تر سره کول چې د ټولنې د اصلاح سبب کېږي.
فرض عين بیا هغه مطلقه مبارزه ده چې ټول مسلمانان يې په مسووليت کې را ښکېلېږي او له تبليغه نيولې تر تورې پورې چې جګړه هم پکې شاملېږي پکې راښکېل دي. فرض عين جهاد ته هغه وخت روا کېږي چې پر يوه مسلمانه ټولنه کفار يرغل وکړي، جوماتونه نړوي، مسلمان د مسلمان په نوم وژني، تعليم ته د زدهکوونکو پر ورتګ بنديز لګېدلی وي، مدرسې بندې شي، اذانونه بند شي، د نکاح تړلو فرهنګ ختم شي او په ټوليزه توګه د اسلام او مسلمانانو پر ضد د کفارو له لوري سخته جګړه پيل شي.
په داسې وخت کې د ټولنې ديني عالمان په يوه خوله د جهاد حکم صادروي او د يوه امر تر قيادت لاندې له کفارو سره جګړې ته تياری نيول کېږي او څه چې مسلمانانو لرل د هغو په مټ به ورسره وجنګېږي. دا جګړه بيا جهاد دی او هغسې سپېڅلی جهاد دی چې نبي کريم «ص» د اسلام د خپراوي په مبارزه کې کاوه.
طالبان دليل وړاندې کوي چې امريکا پر افغانستان يرغل کړی، دا کفري ملک دی، موږ يې پر ضد جنګېږو او زموږ جنګېدل سپېڅلی جهاد دی، مګر دا خبره مطلقه غلطه ده. امريکا پر افغانستان يرغل نه دی کړی، بلکې د نړۍ والې ټولنې د تعهد له مخې چې مسلمان هېوادونه هم پکې شامل دي، افغانستان ته راغلې او دلته يې باوجود له خپلو ګټو يو خپلواک دولت جوړ کړ.
اساسي بحث دا دی چې اصلي جهاد، خو بايد د طالبانو پر ضد وشي چې اسلام يې د خطر کښتۍ ته اچولی او څه چې يې زړه غواړي هغسې يې ګرځوي. طالبان په مسجدونو کې ځانمرګي کوي، مسلمانان وژني، په ښارونو کې بريدونه کوي، د مسجدونو په محرابونو کې ماينونونه پټوي، د ښځو په جامو کې پټېږي، ځانونه چوي.
پګړۍ يې بدنامه کړه، ږيره يې بدنامه کړه، د افغانيت دودونه يې بدنام کړل، تر دې اندازې پورې يې د اسلام په مبارک دين ريشخند وواهه چې په ټوله نړۍ کې اوس خلکو ته ملا او طالب ترهګر ښکاري. دا څومره ناوړه پېغام دی چې د طالبانو د جګړې له امله خپور شوی دی. ملا او طالب په همدې افغانستان کې د خلکو له نظره ډېرې بدې څېرې معرفي شوي دي.
د افغانستان په شمول د نړۍ سترو ديني عالمانو دلته روانه جګړه ترهګري او د اسلام د بدنامېدو جګړه بللې، مګر طالبان يې بيا هم نه مني. نه د سعودي د شيخ الحديث خبره مني، نه د هند ډاکټر ذاکر نايک خبره مني او نه د افغانستان د جيدو ديني عالمانو خبره مني. طالبان چې امريکا له قدرته د خپل جهالت له مخې وغورځول هماغه د قدرت تندې په سر نيولي، ښه پخه عقده يې اخيستې، يوې مردارې او ناروا جګړې ته يې پښې ورکړې.
دې روان بهير ته په کتلو سره مطلق دا حکم د عملي کېدو وړ دی چې افغان سرتېري د اسلام په جامه کې «طالب ـ داعش» او د اسلام له دښمنانو سره په يوه سپېڅلي جهاد اخته دی او د دوی جګړه يو مقدس جهاد دی. داسې جهاد چې د اسلام، وطن او خلکو دفاع پکې شامله ده. طالب او داعش، خو نه وطن ته درناوی لري، نه يې خلکو ته لري.
سرخط ورځپاڼه