تاند- افغان سرحدي ځواکونو د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري غځول شوی اغزن سیم ټول کړ.
راپورونه وايي چې افغان سرحدي ځواکونو د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه غځول شوی اغزن سیم د پاکستاني ځواکونو له مقاومت سره سره لېري کړ.
ویل کېږي چې افغان سرحدي ځواکونو تېره شپه د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په امر د ښورابک او سپین بولدک ترمنځ له ډیورنډ کرښې اغزن سیم لېري کړ.
پاکستاني پوځیانو خبرداری ورکړ چې که افغان سرحدي ځواکونه د اغزن سیم ټولولو ته دوام ورکړ، ډزې به پرې وکړي خو افغان ځواکونو یې پروا ونه کړه.
پاکستاني پوځیانو افغان سرحدي ځواکونو ته ویلي چې د دې مسلې په ورسره خبرې وکړي.
پاکستان غواړي چې پر ټول دیورند کرښه اغزن سیم یا کټارې نصب کړي.
THANK S FROM GENERAL RAZIQ/GOOD IDEA;
THE BOARDER PROCESS WAS BETWEEN PAKISTAN AND AFGHANISTAN
WAS SOLVED BY HANIF ATMER UNDER BRITISH VISION IN LONDON.
DIORIND LIN IS NOT ACCEPTABLE BY AFGHANS.MUST REMOVED.
هېڅ هېواد حق نه لري په یوطرفه ډول د خپل سرحد حدود مالوم کړي او هلته اغزن سیمونه کيږدي. سرحدونه او نړیوالې پولې ددو هېوادونو د سیاسي توافق او یا د دریم ګړي یا منځکړي په حکمیت سره تعیین او علامت ګذاري کیږي.
پاکستان لکه چې په تاریخي لحاظ ماشوم دي په نړیوالو مسایلو او له خپلو ګاونډیانو سره په اړیکو کې هم ماشومانه کارونه کوي. کله د ټولو نړیوالو اصولو خلاف د ترانزیت حق له نورو اخلي ، تجارتي مالونه بل هېواد ته نه پرېږدي. کله په خپل سر د نورو لپاره جغرافیایی حدود ټاکي او کله بیا د نورو لپاره موافقتنامي لاسلیک کوي، یا حکومتونه جوړوي.
هيله ده زمونږ سرحدي ځواکونه هوښیار اوسي او هغوي په خپل سر د « ډیورنډ فرضي کرښې » د تعیینولو او په مونږ د رسميت ورکولو هڅې ناکامه کړي.
بلاخره یو نر خو پیدا شو چې پنجابی تور سپی ته جواب ورکړی