تاند – په عمان کې د افغانستان سفارت له هغو افغانانو، چې لا هم په پاکستاني پاسپورټونو په دغه هیواد کې اوسي، وغوښتل چې خپل پاسپورټونه واخلي.

په مسقط کې د افغانستان سفارت تاند ته په یوه پیغام کې له افغانانو غوښتي چې د خپلو موجودو پاسپورټونو یوه کاپي ژر تر ژره سفارت ته ولېږي څو په هغه لیست کې یې شامل کړي چې د عمان شاهي حکومت له دوی څخه غوښتی دی.

سفارت وايي، وروسته له دې چې د عمان حکومت ته د افغانانو لیست یا فهرست وسپارل شو، د نورو افغانانو د پاسپورت او اقامت د بدلولو لپاره به د عمان له حکومته غوښتنه ونه کړي.

سفارت په تاکید ویلي چې که چا په افغان پاسپورت د تبدیلۍ لپاره ژر تر ژره د خپل اوسني (پاکستاني) پاسپورت کاپي ورونه لېږله، وروسته به د شکایت حق نه لري.

سفارت له افغانانو غوښتي چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې په دې ټېلفون (246057) یا فکس (24697848) ورسره تماس ونیسي.

په زرګونو افغانان د خاصو مجبوریتونو له مخې عربي هیوادونو ته په پاکستاني پاسپورټونو تللي دي. خو وروسته له دې چې افغانستان یو وار بیا د حکومت او نظام څښتن شو، نور افغانان اړتیا نه احساسوي چې عربي هیوادونو ته په پاکستاني پاسپورټ لاړ شي او هغوی چې پخوا تللي دي، پر له پسې هڅه کوي چې خپل ملي پاسپورټ ترلاسه کړي او اقامت یا وېزه پرې واخلي.

په وروستیو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سعودي عربستان له چارواکو څخه وغوښتل چې پر افغان پاسپورټ د افغانانو د وېزو او اقامو په اړولو کې مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *