تاند- په ناروې کې د افغانستان سفیرې شکریې بارکزۍ د دغه هیواد له حکومته وغوښتل چې په پراخ شمېر د افغانانو ایستل ودروي.
د ناروې افتین پوسټ ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې په اوسلو کې د افغانستان د سفیرې شکریې بارکزۍ له قوله وویل چې دا د پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو لپاره تر ټولو خراب وخت دی.
مېرمن بارکزۍ دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د ناروې د مهاجرت او ادغام وزیر سیلیفي لیستاوګ په ټولنیزه شبکه کې له ناروې څخه د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو خبره وکړه.
د افغانستان سفیرې خبرداری ورکړ چې په اوسني وخت کې د افغانانو بېرته لېږل به په افغانستان کې د انساني ناورین سبب شي.
«موږ ته همدا اوس له ګاونډي پاکستان او ایران څخه د مهاجرو سېلونه راروان دي. ټول هغه هیوادونه، چې افغان مهاجرو پکې اوسي، باید هغه ستونزې چې موږ یې اوس لرو، درک کړي.»
په ناروې کې د سږ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشت پوري ۲ زره ۳۲۳ افغان پناه غوښتونکي رد شوي او تېره میاشت ۷۴۳ افغانان له ناروې څخه واستول شول.
دا په داسي حال کې ده چې سږ کال افغانستان ته له دوو ګاونډیو هیوادونو په تېره بیا پاکستان څخه نژدې یو ملیون کډوال بېرته ستانه شوي او پر دې سربېره شاوخوا ۱۳ لکه نور افغانان په خپل هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي.
په ناورې کې د افغانستان سفیرې د دغه هیواد له پولیسو او د مهاجرت د ادارې له چارواکو سره د افغان مهاجرو د ایستلو بر موضوع د خبرو او تفاهم غوښتنه وکړه.
د ناروې حکومت ویلي چې د افغان مهاجرو د بېرته ستنولو په اړه په ۲۰۰۵ م کال د ملګروملتو او د افغانستان او ناروې د حکومتونو په درې اړخیزه غونډه کې موافقه شوې وه او وروسته په ۲۰۱۱ م کال پر دې موضوع بیا د درو خواوو ترمنځ خبرې وشوې.