تاند- په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، هغو افغان دیپلوماتانو ته چې پرون /دوشنبه/ یې د پېښور په محبس کې د افغانستان له مونالیزا (شربت ګلې) سره ولیدل، ډاډ ورکړای شو چې دا به نن /سې شنبه/ خوشي شي.
د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو (ایف آی اې) ادارې تېره اوونۍ شربت ګله په پېښور کې ونیوله. ټاکل شوې ده چې شربت ګله نن /سې شنبه/ محکمې ته حاضره کړای شي.
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر چودري نثار علي خان ایف آی اې ته ویلي چې د بشرپالنې له مخې د شربت ګلې له خلاصون سره مرسته وکړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وايي، افغان دیپلوماتانو نسیم کاکړ او عبدالحمید جلیلي له شربت ګلې سره د پېښور په جېل کې وکتل او هغې ته یې د خوشي کېدو ډاد ورکړ.
هماغه راز چې په انځورګرۍ کې د مونالیزا انځور په نړۍ کې بې ساری بلل کېږي، د نشنل جیوګرافیک مجلې د عکاس سټیف مک مکوري له لوري د شربت ګلې عکس د عکاسۍ په تاریخ کې بې ساری ګڼل کېږي.
د ډېرو په باور، که شربت کله په یوه بل هیواد کې پیدا شوې وای، ممکن د خپلو خدای ورکړیو سترګو په خاطر یې ډېر ښه او هوسا ژوند لرلی.
شربت ګله، چې د ننګرهار په پچر او اګام ولسوالي کې زېږېدلې، لا شپږ کلنه وه چې مور و پلار یې د پخواني شوروي اتحاد د الوتکو په بمباري کې ووژل شول.
دا له خپل ورور او درو خویندو سره پېښور ته کډواله شوه.
شربت ګله اوس درې لوڼې لري چې روبینه، زاهده او عالیه نومېږي.
ویل کېږي چې یوازې شربت ګله نه ده چې پاکستاني تذکره یا شناختي کارد یې اخیستی، بلکې تر ۵ لکه زیات نور افغانان هم شته چې پاکستاني تذکرې یې ترلاسه کړي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وايي چې شربت ګلې او نورو ته د پاکستان د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې په خپله تذکرې ورکړي او له دې پروسې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ښه خبر دی.
د شربت ګلې د نیول کېدو خبر یو وار بیا په درسته نړۍ کې د هغې نوم تازه کړ.