تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، هڅه کوي چې شربت ګله د پاکستان له بنده خلاصه او خپل هیواد ته په عزت ستنه کړي.
ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال نن /چهارشنبه/ وویل، د جعلي پاکستانۍ تذکرې (شناختي کارت) د جوړولو په تور په پاکستان کې د شربت ګلې د نیول کېدو د خبر له خپرېدو وروسته یې د نوموړې د موندلو هڅه وکړه او بالاخره ورته څرګنده شوه چې شربت کله چیري ده.
د افغانستان سفیر وویل، د شربت ګلې معصومې څېرې نژدې څلور لسیزې په نړۍ کې د افغانستان مثبت تصویر وړاندې کړی دی نو د همدې لپاره نه یوازې د هغې د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي بلکې هیواد ته په درناوي د دې د ستنېدو او هلته د سرپناه د برابرېدو هڅه کوي.
«انشاءالله نه یوازې دا چې ډیر ژر به یې له بنده راخلاصه کړو بلکې و به یې هڅوو چې له کورنۍ سره بیرته د هیواد غیږې ته په درنښت ستنه شي. او دا چې د نوموړې معصومې څیرې نږدې څلور لسیزې تر ننه د خوږ هیواد د یو ډیر مثبت تصویر استازیتوب کړی د ولسمشر څخه به وغواړم چې نوموړې او کورنۍ یې په یوه تیاره جونګړه ونازوي. ډاډمن یم چې ولسمشر به یې په خوښۍ ومني.»
شربت ګله د کورنۍ له غړیو سره د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوې او پاکستاني چارواکي وايي چې له ۷ تر ۱۴ کلونو پوري په بند او له ۳ زره تر ۵ زره ډالره پوري جریمې محکومېدای شي.
په همدې حال کې د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ سي این این تلویزیون ته وویل چې د شربت ګلې د نیول کېدو په اړه یې یوازې هغه وخت له پاکستاني چارواکو سره خبرې کولای شوای چې که هغه په پاکستان کې راجستر شوې مهاجره وای.
د نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو په شمول د نړۍ ګڼو معتبرو او سترو رسنیو نن د شربت ګلې د نیول کېدو خبر خپور کړی دی.