تاند – د امریکا په متحد ایالتونو کې د افغانستان سفیر د امنیتي موضوعاتو د څیړنې یوې غونډې ته وویل چې پاکستان وسله والو او ترورستانو ته پناهځای ورکوي.
حمد الله محب د جمعې په ورځ په واشنګتن کې د ( اسپین) په نوم امنیتي غونډې ته د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې ترورستان د پاکستان په ښارونو کې په ښکاره روزل کیږي، هغوی ته د پاکستان امنیتي ځواکونه مالي امکانات برابروي او د هغوی حمایت کوي.
په دې غونډه کې د پاکستان یوه استازي رضوان سعید شیخ هم برخه لرله. حمد الله محب وویل، د وسله والو مشران د پاکستان په ښارونو کې اوسي نه د دغه هیواد په سرحدي سیمو کې، هغوی په دې ښارونو کې پیسې په ښکاره ترلاسه کوي، مثلا په کراچي ښار کې دوی ساتونکي لري او یا یې د پاکستان امنیتي ځواکونه امنیت ساتي.
د افغانستان سفیر بیا وویل، د کابل د دې ادعاو ښه ثبوت په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن، ملا اختر محمد منصور او ملا عمر له اوسیدو څرګندیږي چې په پاکستان کې اوسیدل او د کوټې شورا هم د بلوچستان په مرکز کوټه کې میشته ده.
په واشنګتن کې افغان سفیر زیاته کړه چې افغانستان ترورستانو ته د یوه نړیوال ګواښ په سترګه ګوري او پاکستان باید هغوی ته پناه ورنه کړي.
پاکستان د افغانستان دا ډول تورونه پخوا رد کړي دي. اسلام اباد وایي چې امنیتي ځواکونو یې په وزیرستان کې د طالبانو او نورو وسله والو پر ضد پراخ عملیات کړې دي او په خپله دغه هیواد د ترهګرۍ قرباني دی.
خو په واشنګتن کې افغان سفیر حمد الله محب وایي چې پاکستان د طالبانو تر منځ توپیري چلند کوي او باید د ښو او بدو طالبانو په نوم توپیر رامنځته نه کړي، ځکه چې د ترورستانو ترمنځ ښه او بد نشته او اسلام اباد هغه کسان په نښه کوي چې په پاکستان کې عملیات کوي او هغو طالبانو ته څه نه وایي چې په افغانستان کې بریدونه کوي.
Safer saheb manana she sargandawani de kri kho dagha nawe khabari na de bayad haqiqatoona nor dunia ta Sargand she ka waqighi dunyawal ghwari bayad pakistan pa tor list ke wachawal she ter so afghan wazhana banda kri yaw moqabil shakal eqdam wakro manana de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.