تاند- د افغانستان او پاکستان د مشرانو جرګو غړیو د دوو هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو او دیالوګ د دوام غوښتنه وکړه.
دا غوښتنه پاکستان ته د افغانستان د مشرانو جرګې د پلاوي د سفر په لړ کې وشوه.
د افغانستان د مشرانو جرګې د منشي سید فرخ شاه فاریابي په مشرۍ افغان پلاوي د پاکستان په مشرانو جرګه کې د افغانستان او پاکستان د دوستۍ د ډلې په بلنه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځ له پاکستاني لوري سره خبرې وکړې.
په خبرو کې د پاکستان د مشرانو جرګې د پلاوي مشري افراسیاب خټک کوله.
د افغانستان د مشرانو جرګې منشي سید فرخ شاه فاریابي په پاکستان کې دا تصور ناسم وباله چې ګنې هند په افغانستان کې تر امریکا او بریتانیا زیاتې کونسلګرۍ لري او له هغو څخه د پاکستان پرضد د فعالیتونو لپاره کار اخیستل کېږي.
ده وویل، په افغانستان کې د پاکستان او هند د کونسلګریو شمېر سره برابر دی.
ده وویل چې هند او پاکستان ته پکار ده چې په افغانستان کې د تروریزم او افراطیت پرضد مبارزه وکړي ځکه چې دواړه هیوادونه له دې ستونزې سره مخامخ دي.
د افغانستان مشرانو جرګې یو پلاوی د سې شنبې له ورځې په پاکستان کې دی چې د دغه هیواد د مشرانو جرګې له غړیو سره د دوو هیوادونو پر اړیکو خبرې وکړي.
د افغانستان د مشرانو جرګې غړي محمد داوود اساس له حکومتونو وغوښتل چې د خپلو پارلمانونو پرېکړو ته درناوی وکړي.
د پاکستاني پلاوي مشر افراسیاب خټک د دواړو خواوو خبرې ګټورې وبللې، خو ویې ویل چې خلک باید توقع ونه لري چې د دې خبرو نتیجه دې فوراً احساس کړي.
د غونډې برخوالو د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تروریستو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره د دوو هیوادونو د لا فعالې همکارۍ غوښتنه وکړه.
دواړو خواوو ومنله چې تروریستي ډلې د کرښې په دواړو خواوو کې پر بېګناه خلکو حملې کوي او د دوو هیوادونو ترمنځ سو تفاهم او بدبیني رامنځته کوي.
افغانستان تل پر پاکستان تور پوري کړی چې له خپلو طالبانو سره مبارزه کوي خو افغان طالبانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکوي او په جګړه کې یې ملاتړ کوي.
د افغانستان د مشرانو جرګې غړي ډاکتر محمد امین صافي هیله څرګنده کړه چې د پاکستان نوی حکومت به د تروریزم پرضد مبارزې ته جدي پام واړوي او په دې مبارزه کې ریښتونولي وښيي.
دواړو خواوو د خلکو ترمنځ تماسونه د افغانستان او پاکستان د دوستانه اړیکو لپاره مهم وبلل او پرېکړه یې وکړه چې د ښه چاپېریال د برابرولو لپاره به د تفاهم او خبرو لارې ته دوام ورکوي.