تاند – یوه افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل چې نژدې وو د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې (آی اېس آی) په دام کې ونښلي په وروستیو شېبو کې خپله پرېکړه بدله او کنسرت لغوه کړ.‌

ویل کیږي چې پاکستانۍ ادارې د خپلو مامورینو له لارې غوښتل چې ځوان افغان سندرغاړی جاوېد امیرخېل وزیرستان ته ور وغواړي او هلته پرې کنسرت اجرا کړي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالان وایي چې د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې غوښتل په دې ډول وښیي چې په وزیرستان کې امن دی، نه یوازې د ځایي پښتنو حقونه پرځای دي بلکې د افغانستان خلک هم ورځي او په ډاډه زړه تګ راتګ کوي.‌

ویل کیږي چې ښاغلي امیرخېل، که څه هم چې د ډېرو زیاتو پیسو وړاندیز ورته شوی وو، خپله پرېکړه وروسته له هغه بدله کړه چې مینه والو یې په ټولنیزو رسنیو خبرداری ورکړ چې له هغه څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کیږي.

د سیمې اوسېدونکي له تېرو دوه کالونو راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ په چوکاټ کې د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو د جنایتونو پر ضد سوله ییز فعالیتونه کوي چې د دغه حرکت مشر منظور پښتون د جنورۍ په ۲۷مه پاکستاني ځواکونو ونیو او محبس ته یې ولېږه.

د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې (‌آی اېس آی) په هکله عام نظر دا دی، او د دغې ادارې یو شمېر پخوانیو چارواکو هم په خپلو ویناوو او کتابونو کې اعتراف کړی دی چې له تېرو نژدې څلورنیمو لسیزو راهیسې د افغانستان پر ضد وسله وال روزي او افغانستان پرې ورانوي او دغه چاره یې له نژدې دوه لسیزو راهیسې د پښتنو په هغو سیمو کې هم روانه کړې ده چې دا وخت د پاکستان تر ولکې لاندې دي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *