تاند- د افغانستان د سوداګري او صنعتونو خونې نن /جمعه/ اعلان وکړ چې د کابل د وروستیو بمي حملو په اعتراض کې د پاکستاني درملو پر وارداتو بندیز لګوي.
دا پرېکړه په کابل کې د افغانستان د سوداګري او صنعتونو خونو او د درملو د واردوونکو شرکتونو اتحادیې په ګډه وکړه.
همداراز ټاکل شوې ده چې د سوداګرۍ او صنعتونو د خونو او د درملو د واردوونکو شرکتونو له لوري سبا /شنبه/ د افغانستان په چارو کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو د لاسوهنې او د کابل د وروستیو خونړیو حملو پرضد لاریون وشي.
د سوداګري خونو له خوا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي:«د درملو واردوونکي شرکتونه، اتحادیه او د سوداګري او صنعتونو خونې د دې په ترڅ کې چې د کابل وروستۍ تروریستي حملې، چې له کبله یې ملکیان ووژل شول او خصوصي سیکتور ته یې زیات مالي تاوانونه واړول، په کلکه غندي، په یقین وايي چې دا حملې د پاکستان د پوځ له لوري تنظم او اجرا شوي دي او له همدې کبله له دې وروسته له پاکستانه درمل نه واردوي.»
د پاکستان له درملو هسي هم ډېر خلک شکایت لري او وايي چې اکثره پاکستاني دوا، چې افغانستان ته واردېږي، جعلي او بې اغېزې وي.
په همدې حال کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د ځوانانو د ورځې د لمانځنې په مراسمو کې له امریکا او لوېدیځه وغوښتل چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو ملاتړ ونه کړي ځکه چې د تروریستانو ننګه کوي.
ده وویل، د امریکا، بریتانیا او نورو هیوادونو سیاستوالو او پوځي مشرانو پخوا اعتراف کړی چې د پاکستان پوځي استخبارات په سیمه کې د تروریزم موسسان دي.
فکر کوم زمونږ هیوادوالوکی له 40 کلونو وروسته یو ځل بیا ملی او افغانی احساس را ژوندی شو. د پاکستان درمل ټول تقلبی او بی کیفیته دی، چی مریضانو ته د ګټی پرځای تاوان رسوی. که څوک د پاکستان له درملو پرته مړ شو ، هغه مړ نه دی او د افتخار په مرګ به مړ شوی وی.
د افغانستان د عامی روغتیا وزارت باید له ایتالیا او یا سویس سره د نړیوال ستندرد سره برابر د درملو د تولید فابریکی او روغتونونو جوړولو قراردادونه امضا کړی چی له دی مشکل نه د تل لپاره خلاص شو.
په تبصرو لیکلو زموږ درد نه دوا کیږي عملي اقدام په کا ر دۍ، را ځۍ ټول پا کستاني توکي تحریم کړو ، له لوږې مړه کیږو خو پا کستاني توکي نه اخلو
We don’t have concrete plans and take emotiona, rather than practical decision and this has been the root cause of our country’s long term destruction.
د لعنتي مجاهد ورحً ي خداي ج خرابه كري د خپلو د أدي په ميرو يي د افغانستان توله سلاح خرثه كره. دي لعنتي او مزدور قوم ته دي مرگ ميلمه شي او اوس دي خپلي سياسري په خالي لاس د جنگ ميدان ته ددفاع په خاطر ور وليزي مجاهد ولس
يو ټک دوه نښانه
زما په اند دا پريکړه 14کاله مخکي تر سره
سوي وايي لومړي داچي ده مريضانو دجوړيده حد به لاتناهي واي دوهم داچي ده دوا هغه کومي پيسي چي ناهکه زموږڅخه تللي نيمايي به لا نه واي
له اوله مې هیله درلوده چې د پاکستان له خوا زموږ په هیواد کې پرلپسې لاسوهنې او ظلمونه به یوه ورځ موږ ته د یووالي، په ځان د بسیا کیدو او د پاکستان په وړاندې د یو واضح او کلک دریځ انګیزه راکوي اوس داسې ښکاري چې دغه هیله مو پوره کیدونکې ده باید له دغې موقع نه ګټه واخلو او د پاکستان په وړاندې مو چې د نفرت کوم اور په زړونو کې بل شوی دی باید نور هم شدت پیدا کړي ترڅو د پنجابي له ظلم څخه خلاص شو
سمدستی دهندی او اروپایی کمپنیو سره قراردادون وکړی تر څو د تل لپاره دتور سپیانو ددواو څخه ځانونه بیغمه کړو ,دابد ذاته بد جنسه تور مخی پنجابیان فقط دزور په ژبه پو هیږی ,دانسانیت او اسلامیت په ژبه داخلګ نه پوهیږی, ددی خلګو نطفه دحرامیانو نطفه ده ددوی سره ډیر احتیاط پکار دی.