اقتصادي رپوټ –

حبیب الله بختیال –

په غزني کې بزګر او د وچې میوې پلوروونکي د سږ کال (۱۳۹۳ ل ) حاصلاتو څخه خوښ ښکاري، خو وايي چې ولسمشر اشرف غني دې د دوي د کار پراختیا لپاره لا زیاتې آسانتیاوې برابرې کړي.

د غزني ولایت باغوانان چې له ولسوالیو او ښار ته څیرمه نږدې پرتو سیمو څخه یې بادام ، آلوبخارا ، ممیز ، کښته او نورې وچې میوې یې د خرڅلاو لپاره راوړي وايي، چې که چیرې مسؤلین مرسته وکړي او د ممیزو او نورو وچو میو د پروسس او پاکټ بندۍ او دغه راز د تازه میوو لپاره د سړو خونو د جوړولو برخه کې چارواکي مرسته وکړي، نو دوي به خپلو حاصلاتو ته پراختیا ورکړي او د کروندو په ځمکو کې به هم د انګورو تاکونه او د آلوبخارا او بادامو نیالګي کینوي.

د اجرستان ولسوالۍ اوسیدوونکی شیرزمان، چې د غزني ښار ته یې بادام د خرڅلاو لپاره راوړي دي وايي، چې اوس د خپلو باغونو حاصلات په ټيټه بیه د ولایت په مرکز کې د وچې میوې پر اخیستوونکو پلوري او هغوي یې پاکستان ته وړي، چې بیا له هغه ځایه نړیوالو مارکیټونو ته د پاکستاني بادامو ، آلوبخارا او ممیزو په نامه صادریږي. هغه وايي، چې نوی حکومت دې په هیواد کې دننه د میوو د پاکولو او پروسس آسانتیاوې ورته برابرې کړي او د هیواد لوی پانګوال دې دې ته وهڅوي؛ څو په هیواد کې دننه د پانګونې له لارې د هیواد وچې میوې په خپله بهرنیو هیوادونو ته صادرې کړي.

په غزني کې له باغ لروونکو څخه د وچې میوې اخیستوونکي هټیوال هم دې ته ورته نظر لري او وايي، چې د پاکستان له کوټې ، کراچۍ ، پیښور او اسلام آباد څخه افغان سوداګر راځي او له دوي څخه وچه میوه اخلي، چې بیا یې پاکستان لیږدوي او هلته له پروسس وروسته نړیوالو مارکیټونو ته په پاکستانۍ مارک ځي. ددې هیټوالو له ډلې څخه د غزني ښار اوسیدوونکی مشعل، چې د غزني د وچې میوې په منډیۍ کې دکان لري وايي، چې باید حکومت نوي افغان پانګه وال په هیواد کې دننه پانګونې ته وهڅوي تر څو د میوې د پروسس کارخونې جوړې کړي او د هیواد تولید نړیوالو مارکیټونو ته د افغانستان په نامه صادر شي، چې په دې ډول به نړیوال پانګوال هم د افغانستان د وچې میوې پر تولیداتو باور پیدا کړي او ګټه به یې هم افغانانو ته ورسیږي.

دا مهال په غزني ښار کې د یو کیلو کاغذي بادامو بیه له دوه سوه پنځوس افغانیو څخه تر شپږ سوه افغانیو پورې ده او دغه راز یو من شنه ممیز او آلوبخارا له اتو سوو افغانیو څخه بیا تر یو نیم زرو پنځه سوه افغانیو پورې پلورل کیږي، خو هټیوال یې له باغ لروونکو څخه له دې بیې څخه هم په ټیټه بیه اخلي.

غزني ښار د وچې میوې لوی مارکیټ لري، چې ددې ولایت د ولسوالیو کروندګرو سربیره ورته د زابل ، پکتیکا ، پکتیا او وردګو ولایتونو کروندګر خپل حاصلات د خرڅلاو لپاره راوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *