په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغان سوداګر او د ځدران ګروپ اف کمپنيز رحيم خان ځدران لخوا د کرکټ ملي لوبډلې ته ٢٠ زره امريکايي ډالر ډالۍ شوه.
په دې اړه تېره شپه يوه غونډه جوړه شوې وه، پکې د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد، د ملي لوبـډلې غړو ، داداري پلاوي غړو، ملي سوداګر رحيم خان ځدران او د هغه د کمپنۍ يو شمېر نورو غړو برخه اخيستې وه.
په دې غونډه کې چې دياد ملي سوداګر لخوا د کرکټ د ملي لوبډلې په وياړ مېلمستيا ورکړه او بيا يې ورته ٢٠ زره امريکايي ډالر ډالۍ ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد له ياد ملي سوداګر څخه مننه وکړه چې د خپل ملي احساس له مخې يې ملي لوبډلې ته يې مېلمستيا او ډالۍ ورکړه.
هغه زياته کړه چې د ملي سوداګرو او نورو خلکو لخوا د ملي اتلانو تشويقوي ښې پايلې لري او دوى به وهڅول شي چې په راتلونکې هم ښې لاسته راوړنې ولري.
ديادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم په شارجه کې دافغانستان د کونسلر او يو شمېر سوداګرو لخوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته نړيوال جام ته دلار موندنې په وياړ ٣٠ زره امريکايي ډالرو مرسته شوې وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *