دغه سودګر حامد احمدي نومیږي او هغه مهال چې په یوه دفتري کار پسي روان وو وسله والو پرې برید وکړ.
پیښه د کابل ښار د پولیسو د دریمې حوزې په مربوطاتو کې رامنځ ته شوي ده.
د پولیسو سرچینو په حواله چې وسله وال کسان چې شمیره یي ۶ تنو ته رسیده غوښتل د ایلیټ سټار ګروپ Elite Star Group مرستیال حامد احمدي وتښتوي .
د دریمي حوزي د پولیسو پر وینا چې وسله والو لومړی د دغې کمپنۍ د مرستیال موټر ودراوه او وروسته یي د وسلو په مټ غوښتل نوموړی له ځان سره یوسي لیکن د هغه د مقاومت او سیمي ته د پولیسو له ورتګ سره سم تښتونکي په تیښته بریالي شوي او دغه سوداګر ځیني وسایل یي له ځان سره یوړل.
یاد سوداګر له تاند سره په خاصو خبرو کې وویل چې څو ځله مخکې هم ورته د ټلیفون له لاري ګواښونه شوي ول او طالبانو هغه ته ویلي ول چې وبه یي وژني.
د نوموړي په خبره چې طالبان له ډیري مودي راهیسي په دې لټه کې دي چې دی او د ده کورنۍ ته زیان ورسوي او حتی څو ځلي يي د هغه د کور مخي ته شپي پاڼي ا و اخطار نامي اچولي او ورته یي د مرګ ګواښونه کړي دي.
په افغانستان کې وروستي نا امنۍ د دې لامل شوي چې ډیری سوداګر له ملک څخه خپلي پانګي وباسي
د افغانستان د سوداګرۍ د ملاتړ ادارې ایسا تیر کال راپور ورکړي وو چې طالبان او نوري ترهګري ډلي غواړي د سوداګرو په ګواښولو، تښتولو او وژلو سره د افغانستان اقتصاد ته زیان واړوي چې تر ډيره بریده په دغه کار بریالي شوي هم دي.
د ایلیټ سټار ګروپ Elite Start Group مرستیال وړاندي وویل: (( زه له دغه برید وروسته ډير بیریدلی یم او نه یوازي دا چې زه اوس د ځان د امنیت په اړه سخته اندیښنه لرم بلکې د خپلي کورنۍ په باب هم اندیښمن یم، ځکه طالبان او نوري ډلي کولای شي زما د کورنۍ غړو ته زیان ورسوي او له همدې کبله زه د هغوي د ژوند په اړه هم سخت اندیښمن یم)).
وروستي راپورونه کاږي چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو له وتلو او دغه هیواد ته د نړیوالو توجه کمه شوي او دغلته حالت ډیر نازک دی.