احساس
پرون له کمونيستانو او مجاهدينو تر منځ سولې ته اړتيا وه، هغوى مات شول بيا د جهادي ډلو د خپلمنځي شخړو د اور د مړه كولو لپاره د سولې اړتيا وه، چې په ترڅ كې يې د هېواد په هره څنډه كې د افغانانو ژوند سور تنور ګرځېدلى و، چې لا يې هم د هر افغان د كور پر دېوالونو د لمبو نښې پاتې دي.
نن هم د تېر دېرش كلن ناورين د هرې ورځې په توګه سولې ته اړتيا ده، خو د سولې روانې هڅې چې د تېر په پرتله خورا ګړندۍ او جدي برېښې پکې دا موضوع وركه ده، چې سوله د چا لپاره؟
د سولې له پروسې د ګټې دوكان جوړ شوى دى. پرون به د سولې تور او سپين اړخونه له ورايه څرګند و؛ خو نن له ډېرو پرده پورته شوې.
افغان دولت، وسلوال طالبان، د پخوانيو جنګي ډلو سرباڼي، پاكستان، امريكا او پاتې نړيوال. دغه ټول په افغانستان كې د سولې په نامه د جوړېدونكي فلم لوبغاړي دي، چې هر يو پكې خپل ځانګړى رول لري. دغه ډلې او ښكېلې خواوې د سولې له روانې پروسې څخه د ځان په ګټه د ګټې اخيستو په تمه دي. دوى دغه اړخ په پوره توګه هېر كړى، چې كه روانه سوله د افغانيزم د نظريې لاندې د افغان د سوكالۍ لپاره نه وي؛ نو هېڅ پايله به ونه لري.
نن په نړيواله كچه سياسي حالاتو بدلون موندلى؛ خو په هېواد كې لا د هماغه پخوانيو څېرو د خپلمنځي اختلافاتو له امله د افغان كور د سولې د ټغر په وير ناست دى.
د طالبانو له پرزېدو او د ولسمشر كرزي د منځمهالې دورې د لومړيو كلونو وروسته، چې طالبان په نوې بڼه د دولت د مخالفو وسلوالو په څېر ځاى ځاى پيدا شول؛ نو د جګړې تر څنګ د سولې په اړه هم خيالي او عملي كړنې پيل شوې، خو د تېرو لسو كلونو په اوږدو كې د سولې پروسه هم لكه د بيارغونې پروسه ټكنۍ او له فساد سره مل وه.
كله چې په هېواد كې ميشت نړيوال ځواكونه او په ځانګړې توګه امريكا په خپلو شويو عملياتو باوري شي؛ نو بيا سوله د دوى لپاره ازرښت نه لري او هڅه كوي، چې هر څه د ټوپك له لارې پاى ته ورسوي. وسلوال طالبان هم د سولې لپاره داسې شرطونه ږدي: اين كه پين كه، دا پټى شين كه.
خو چې كله دغه دواړه لوري يو څه سره نږدې شي او يو څه دا تمه پيدا شي، چې ممكن دا ځل وړۍ شړۍ شي؛ نو ځينې كړۍ چې د ورانۍ په ورځ پيدا دي او همدا ورځ ورته د ګټې بازار ښكاري؛ په سوله كې ژوند كول ورته ناشوني ښكاره شي.
يو شمېر سياسي كړۍ د خپلو سياسي تګلارو په نظر كې د سولې مخالفت نه بلكې پرې نيوكه كوي او د سمې لارې د ټاكلو هڅې كوي؛ خو ځينې چې په سوكاله وطن كې ورته د خپلې بې سوادۍ، قومندانۍ او د ولس د درواغجن ملاتړ اړخ ښه معلوم دى، په ناڅاپي ډول د اپوزيسون په توګه په رسنيو كې ښكاره شي او عادتا د هرې هغې كړنې مخالفت كوي، چې د دوى راج پكې پاى ته رسېدونكى وي. دا هغه څېرې دي، چې د تېرو څو لسيزو د خپلمنځي جګړيز اتلان پاتې شوي او له ټولو ډېر يې د دې هېواد په بربادۍ كې ونډه اخيستې ده.
د ولسمشر كرزي د كمزوري مديريت له امله تېرې لس كلنې دورې هم دې خلكو ته نوې څېره او د ژوند كولو نوې ساه ور پوه كړه، چې د همدې زور له امله نن د دولت د مخالفو وسلوالو تر څنګ د سولې د روانې پروسې دويم ستر خنډ ګڼل كېږي.
د هر افغان د سر درد پاكستان هم د سولې د روانې پروسې د پټې پردۍ سياست لوبه روانه كړې ده. دوى چې زيات شمېر وران كاري يې په ورغوي كې دي، د داسې سولې په لټه كې دي، چې يوازې د پاكستان ګټې په كې وساتلى شي.
امريكا او شته نور نړيوال هم تر ډېره د خپلو ګټو سيوري ته ناست دي.
نړيوال او په ځانګړې توګه امريكا، د افغانانو لپاره نه بلكې د ځان لپاره سوله غواړي. دوى د دې په كيسه كې نه دي، چې دا وران افغانستان ودان كړي، بلكې په دې هڅو كې دي، چې ټولې هغه احتمالي لارې بندې كړي، چې تر دوى ناارامي رسولى شي. ځكه خو يې په خپله خوښه او له خپلو لارو له وسلوالو طالبانو سره په قطر كې د سولې كړكۍ پرانيسته او په نېغه يې داسې خبرې ورسره پيل كړې، لكه د وسلوالو طالبانو ټولې ورانۍ چې په افغانستان كې نه بلكې په امريكا كې تر سره كېږي او نېغ په نېغه يې دوى ته زيان رسېږي.
بل خوا د سولې په روانو هڅو كې له ټولو مهم اړخ افغان دولت دى، چې په نړيواله كچه د افغان ولس د استازيتوب سند يې په لاس كې دى؛ خو ډېرى چارې يې د خپل ځان د سپين ساتلو په موخه روانې وي او د افغانيزم څرك پكې خورا كم وي.
د دولت ډېرى نړيوالې او كورنۍ چارې د كمزوري مديريت او د مضر احتياط له امله په داسې لارو تر سره كېږي، چې د اوسني نظام د بقا تومنه پكې کمه وي.
كه رښتيا هم موږ د خپل هېواد د ساتنې او پرمختګ فكر ولرو، كه رښتيا هم مو د دې هېواد د ابادۍ لپاره سياسې ډله جوړه كړې وي، كه رښتيا هم د دې ولس په رښتيو رايو په څوكۍ ناست يوو او كه رښتيا مو هم د افغانيت او ازادۍ په نامه ټوپك ته لاس كړى وي؛ نو د خپلمنځي لرېوالې پولې بايد ړنګې كړو او يو بل ته دومره سره نږدې شو، چې پخپل ځان باوري شو.
دا فكر بايد له دماغو وباسو، چې هره چاره باندنيو پورې اړه لري. كه هغوى وغواړي، سوله راتلى شي كنه نو هېڅ نه كېږي. سمه خو دا ده، سوله زموږ ده او ستونزې يې هم موږ زېږولي دي او د لارې حل يې هم موږ پيدا كولى شوو.