فرهاد داوري

پيليزه:

افغانستان هغه هيواد دی چي د خلکو لوی ارمان يې سوله ده او سوله په خيال او خوب بدله سوېده، سوله هغه څه ده چي د ډېری خلکو په فکر ناشونې ده، حتا زيات افغانان د سولي راتګ ناشونی او له حقيقته ليري ګڼي. د سولي مصنوعي راتګ او پدې اړه سياسي جوړجاړی د افغان حکومت له لوري هغه مهال پيل سو، کله چي د امريکا او چين لخوا زرغون څراغ وښودل سو، پاکستان د فشار له کبله په کښېوتی، چين او امريکا د ناظرينو په توګه د مېز پر څنډه ورته کښېناستل. د سولي خبري د ټيټ رتبه سياستوالو په ښکېلتيا پيل سوې، لوړ رتبه سياستوالو هم پدې اړه ځانګړی ضمانت ندی کړی، خو سولي ته تږي افغانان په خوب او خيال کي سولي ته هيله مند دي، همدا خيال او خوب لا تر اوسه حقيقت ته ندی رسيدلی.

سوله په خبرو که په جنګ؟

د سولي لپاره دوه اړخيزي هڅي رواني دي، له يوې خوا د دوه جمع علاوه دوه دولتونو لخوا د سولي خبري، له بلي خوا د روسي کلاشينکوفونو په مرميو د طالبانو ځپل او سوله راوستل، دا دوې متضادي لاري دي، هره لار ځانته بېل منزل لري، روسي کلاشينکوف په افغانستان کي د انسان وژني ښه تجربه لري، اوس سوال دلته دی چي سوله به روسي کلاشينکوف راولي او که د سولي خبري؟

افغان حکومت د طالبانو د سقوط له دوه کاله ځنډه وروسته د طالبانو سره په جنګ اخته دی، دا جنګ په لومړيو کي څه نا څه تعرضي بڼه درلوده، خو اوسمهال يوازي دفاعي بڼه لري او په دفاعي حالت کي امنيتي ځواکونه جنګيږي، افغان حکومت له هري ممکني تودې لاري څخه هڅه کړېده چي د طالبانو پر وړاندي بريالی سي، خو د مجهولو عواملو له کبله د طالبانو پياوړتيا افغان حکومت حيران کړی دی، له يوې خوا د امنيتي ځواکونو د مورال کموالی او له بلي خوا د نظامي تجهيزاتو فقر تر دې برېده رسېدلی دی چي نور د حکومت د ملا تېر پر ماتېدو دی.

د افغان ځواکونو اوسني کم تجهيزات لوی سرخوږی دی، ناکامه جنګي ستراتيژی او د ظرفيت کموالی په عملي ډګر کي بې پايلي هڅي دا ټولي د ناکامۍ او کمزوری نښي دي، خو دا کمزوري ځانته بېل عوامل لري، له يوې خوا د ملي وحدت د ۵۰+۵۰ حکومت وېشني، د ظرفيت ټيټوالي او د سکتاريستي اړيکو پياوړتيا رامنځته کړېده، له بلي خوا په دولتي ماشين کي د فساد زياتوالی او پر دولت باندي د خلکو د باور کمېدل، دا ټول هغه عوامل دی چي دولت ولسي رېښې د لاسه ورکړيدي او په ډېر اقليت بدل سوی دی، دا اقليت اوسمهال يوازي د ذينفع اشخاصو ګروپ دی.

روسيه او طالبان:

روسيه د امريکا سره له ډېره وخته په سياسي سيالۍ بوخته ده، له بل پلوه د داعش پر سر له ترکيې سره هم روسيه ښکر په ښکر سوه، داسي وړاندوينه کېږي چي په اسيا که به د روسيې او ترکيې ترمنځ توده جګړه پيليږي، له بل پلوه د افغان سولي په اړه د امريکا سمبوليکي او نمايشي پاليسۍ هم د روسيې د باور وړ ندي، اوسمهال کرملين نه غواړي چي د امريکا په مشری د افغانستان د سولي په اړه څلور اړخېزه خبري برياليتوب ته ورسيږي، روسيه پدې نظر ده چي په سوريه کي د روسيې د بمباريو له برياليتوب څخه وروسته يوازنی لار چي روسيې ته داعش لار پيدا کوي، هغه افغانستان دی، د افغانستان د لاري داعش او نوري د امريکا زېږنده اورپکي روسيې ته لار پيدا کولای سي. له کومه وخته چي داعش پيدا سوی دی په قفقاز کي هم جنګيالي ډلي زياتي سوي دي، د روسيې د استخباراتو د راپورونو له مخي د قفقاز څخه يوازي ۲۴۰۰ ځوانانو داعش او نورو جنګياليو ډلو ته ورننوتلي دي، همدارنګه د روسيې څخه د ۵۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ پوري ځوانان داعش ته ننوتلي دي، دې کار روسيه سخته اندېښمنه کړېده.

که څه هم روسيه طالبانو ته د تروريستي ډلي په سترګه ګوري، خو د داعش سره د مبارزې لپاره روسيه اوس چمتو ده چي طالبان په نظامي او روزنيز ډول حمايه کړي، د افغانستان په شمال کي د طالبانو نفوذ د دې لپاره دی چي د تاجيکستان د لاري د روسيې ملاتړ خپل کړي او نظامي او روزنيزي مرستي تر لاسه کړي. روسيې اوسمهال د داعش له بېري د طالبانو سره اړيکي ټينګي کړي دي او په تاجيکستان کي يې روزنيزي او کومکي هډې ورته جوړي کړي دي.

د افغانستان په چارو کي د روسيې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمير کابلوف د روسي تلويزيون سره په خبرو کي ويلي دي چي روسيه د طالبانو سره مشترکي ګټي لري او د دوی سره د معلوماتو تبادله کوي، د روسيې دا مجبوريت د داعش پر وړاندي د افغان حکومت، امريکا او پاکستان غيري ريښتنې مبارزه ده، روسيه اوس مجبوره ده چي د داعش د له منځه وړلو لپاره د طالبانو سره لاس يو کړي، که څه هم دا کار د افغانستان او روسيې په سياسي اړيکو کي ترينګلتيا راولي، خو روسيه خپل هدف په څرګند ډول روښانه کوي او هغه د داعش سره مبارزه ده.

په افغانستان کي د امريکا او روسيې رول:

افغانستان د اسيا په زړه کي پروت هيواد دی چي روسيه منطقوي اړيکي ورسره لري، د روسيې لاسوهني او هڅي د منطقوي امنيت لپاره دي، روسيه هڅه کوي چي پدې سيمه کي د سرطان دانې ورکي کړي، خو امريکا بيا د ګټو پر بنسټ په افغانستان کي لوبه کوي، امريکا په ليري لويديځ کي پروت هيواد دی، په افغانستان کي د دوی لاسوهني د ګټو او لوبو پر بنسټ دی، نه د سيمه ييزي همکارۍ له مخي، همدا لامل دی چي په مرکزي اسيا او منځني ختيځ کي روانو لوبو ته روسيه په ناچارۍ ځان ور اچوي، روسيه د افغانستان څخه په سيمه ييز ډول خطر ويني، که افغانستان د تروريزم په هډې بدل سي، روسيې ته اسانه لار پيدا کولای سي، روسيه د همدې وېري له کبله په افغانستان کي د داعش سره مبارزه کوي، له يوې خوا طالبان تقويه کوي او له بلي خوا افغان حکومت ته کلاشينکوفونه ورکوي.

افغان سوله او روسيه:

د افغان سولي لپاره اوسمهال امريکا لاره هواروي، دا هڅي د دوو عواملو پر بنسټ کېږي، له يوې خوا په امريکا کي ټاکني را رواني دي، د امريکا حکومت ولس ته هيلي ورکوي او د تروريزم د کمزورتيا ژمني ورسره کوي، ياني اوسنی د سولي لوبه د امريکا له انتخاباتي پروسې سره اړيکه لري، له بلي خوا پاکستان پر طالبانو پانګونه کړېده، نه غواړي چي روسيه لاس ور واچوي او د دوی د لاسه ووزي، پاکستان هڅه کوي چي د طالباني فشار له کبله د افغان حکومت څخه يو څه تر لاسه کړي او خپلي ستراتيژيکي موخي عمل ته ورسوي، له همدې کبله پاکستان او امريکا په ګډه د سولي لوبه پيل کړېده.

له بل پلوه روسيه نه غواړي چي پدې لوبه کي ځان ښکېل کړي، روسيه د افغانستان د بحران لپاره د امريکايي ستراتيژيو سره همږغې نده او امريکا پدې جريان کي ريښتنې نه بولي، ضمير کابلوف پدې اړه وايي (( مسکو د افغان سولي لپاره د امريکايي طرحي سره وصل نسو، خو روسيه غواړي چي د افغان سولي لپاره خبري د روسيې په ابتکار رامنځته کړي)). کابلوف زياتوي: موږ د افغان سولي په اړه د واشنګټن له طرحو سره همږغي نه يو، دوی صادقانه عمل نه کوي.

که له يوې خوا په طالبانو کي د روسيې رول ته وکتل سي او له بل پلوه د سولي د خبرو سره د روسيې بايکاټ وڅېړل سي، دا د يوې بلي لوبي پيل دی، روسيه د افغان سولي لپاره د امريکا هڅي غيري ريښتني بولي او امريکا درواغجنه ګڼي.

نور بيا….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *