موږ بايد د اوسنۍ جګړې پاى ته رسول او د سولې راوستل په مطلق ډول د ديني عالمانو کار ونه بولو، ځکه په دې جګړه کې د نړۍ اکثره استخبارات لاس لري، په افغان جګړه او د افغانانو په وينو تويولو کې خپلې ګټې لټوي او خوندي کوي. ديني علماء کرام يوازې دومره کولى شي، څو خلکو ته د اسلام له نظره روښانه کړي، چې په افغانستان کې د بې ګناه افغانانو وژل روا دي او که ناروا؟ دلته دې جګړه وشي يا دې نه کېږي او که کېږي، نو د چا پر وړاندې بايد وشي؟
ولسمشر کرزي له امريکا سره د امنيتي تړون پر سر راغوښتل شوې لويې جرګې ته په خپله وينا کې په څرګندو ټکو وويل، چې د افغانستان سوله او امنيت لومړى د امريکا په لاس کې دي او په دويم قدم کې د پاکستان.
له دې وړاندې هم په رسنيو، غونډو او نورو ځايونو کې ولسمشر کرزي او د هېواد سياسيونو په وار، وار ويلي، چې زموږ سوله د ګاونډيو هېوادونو لخوا ګواښل کېږي او دلته د جګړې اور ته د خپلو ګټو د تر لاسه کولو په موخه لمن وهي. افغان جګړې ته لمن وهل او سوله ګواښل يا د طالب په وجود کې وي او يا هم د کوم بل چا.
موږ وينو، چې هغه ديني عالمان، چې پر افغانستان يې زړه درد کاوه او يا هم ددې هېواد لپاره يې يو فکر کولى شو، نن هغه د ګاونډيو هېوادونو په زندانونو کې تر سختو شکنجو لاندې دي او نه پرېښودل کېږي، څو حق خبره له خولې وباسي. ددې تر څنګ د يو شمېر نورو يې يا کورنۍ او يا يې د کورنۍ غړي يرغمل دي او ورته ويل کېږي: زه چې په افغانستان کې هره بربادي غواړم، نو بايد ستا په وجود کې يې تر سره کړم او ته بايد د انکار کلمه په خوله کې ونه لرې!
له کله نه، چې امريکا په افغانستان کې د طالبانو رژيم نسکور کړ او دلته يې د ترهګرو او همدا شان د نورو ياغي ډلو د ځپلو لپاره مټې راونغاړلې، نو ورسره په څنګ کې ولسمشر کرزي هم ټينګار کاوه، چې له طالبانو سره د سولې خبر بايد ونه درول شي، خو تر اوسه پورې د سولې په راوستو او خبرو ته د طالبانو حاضرول د افغان حکومت له وسه وتلې خبره ده. ځکه دلته پاکستان او يو شمېر نور هېوادونه طالب مشران نه پرېږدي، څو له افغان لوري سره د سولې خبرې وکړي.
همدارنګه ولسمشر کرزى دا ١٣ کاله کېږي، چې په نړيوالو غونډو، ملاقاتونو، له رسنيو سره په مرکو او نورو ځايونو کې تل دا خبره کوي، چې د ترهګرو ځالې او پټنځايونه له افغانستان څخه بهر دي. څو څو ځلې يې ويلې دي، چې افغان خاورې ته ترهګر له پاکستان څخه راځي. کله چې د افغان حکومت پر لوړ پوړو چارواکو باندې حملې شوې دي، نو وروسته په څېړنو کې ښکاره شوې ده، چې دا حملې يا په کوټه او يا هم په شمالي وزيرستان کې تنظيم شوې وې.
په افغان سوله باندې که څه هم په میليونونو ډالره لګښت کېږي، خو تر اوسه پورې په اسمان پورې ځوړنده ښکاري. تر اوسه پورې نه د افغانستان د سولې عالي شورا توانېدلې، چې د طالبانو له اصلي مشرانو سره مخامخ خبرې وکړي او نه هم نړيوال په دې توانېدلي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې يوې نتيجې ته راکاږي. ددې تر څنګ چې کوم وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يو ځاى شوي دي، نو د هغو چارواکو په وينا، چې وخت نا وخت يې رسنيو ته کړي، ګڼ شمېر يې بېرته د جګړې ميدان ته ورګرځېدلي او د افغان خاورې پر خلاف يې یو ځل بیا وسله پورته کړې ده.
کابل ته د پاکستاني صدراعظم د سفر پرمهال افغان ولسمشر ترې وغوښتل، څو ملا عبدالغني برادر په رښتيني ډول له زندان څخه خوشي کړي او دې ته يې پرېږدي، چې په افغان سوله کې ونډه واخلي او نواز شریف هم د مرستې ټټر وډباوه.
ولسمشر کرزي دا غوښتنه له پاکستاني صدراعظم څخه په داسې حال کې وکړه، چې هلته د سولې عالي شورا د هغه پلاوي يوه غړي، چې د ملا برادر سره يې ليدلي و؛ د نوم نه اخستو په شرط رويټرز خبرې اژانس ته ويلي وو :”د سولې شورا له هغه پلاوي سره، چې پاکستان ته د ملا عبدالغني برادر سره د ليدو لپاره تللى و، له ملا برادر سره وکتل، خو ملا برادر له موږ سره هېڅ خبرې نشوای کولاى. ځکه د اى ايس اى لخوا ورته داسې تحقيرونکي دوا ورکړل شوې وه، چې دى يې له خبرو کولو غورځولى و.”
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د سولې عالي شورا يوه غړي رسنيو ته وويل؛ موږ به د اسلامي همکارۍ له سازمان نه په دغه هېواد کې د سولې او ثبات په ټينګښت کې د مرستې غوښتنه وکړو. د اسلامي همکارۍ په دې ساز��ان کې د افغانستان په ګډون ٥٧ اسلامي هېوادونه شامل دي، چې تر ډېره په کې د اسلامي هېوادونو تر منځ د همغږۍ لپاره کار کېږي.
که د سولې په باره کې هره ناکامه هڅه دلته را اخلو، نو يوازې به د لوستونکو وخت ضايع کړي. زموږ هدف دادى، چې افغان حکومت دې له امريکا او هغو هېوادونو سره د جګړې د پاى ته رسولو لپاره پر يو ګډ ميکانېزم کار وکړي، څو د هېڅ هېواد ګټې په خطر کې نه وي. مثال: امريکا بايد له افغانستان څخه داسې تمې ونه لري، چې هغه ددې هېواد ملي حاکميت، خپلواکۍ، اسلاميت، افغاني کلتور او … ته زيان رسوي. ددې تر څنګ دې پاکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو ته داسې باور ورکړل شي، چې افغانستان د هېچا په زيان نه دى او ګاونډي هېوادونه هم بايد دې ته تيار وي، چې د افغان په وينو کې د ګټو لټول بند کړي.
بيا هم وايو، چې د سولې په برخه کې هر څه بايد ديني علماءکرامو ته پرېنښودل شي، بلکې د سيمې هېوادونه، نړيوال او په خاص ډول امريکا د افغان سولې د بريالي کولو لپاره داسې لارې چارې ولټوي، څو نه افغانستان متضرر شوى وي، نه ګاونډي هېوادونه او نه هم نور، خو که په دې برخه کې لږ سستي هم وشي، نو دا ځل به نه يوازې افغانستان له بد حالت سره مخامخ شي، بلکې د سيمې هېوادونه، امريکا، اروپا او نورې نړۍ ته به هم داسې ګواښونه متوجه شي، چې وروسته به يې مخه ډب کول یوازې يوه معجزه وي.