بارق شفیعي

تاند – افغان شاعر، لیکوال او د  اطلاعات او کلتور پخوانی وزیر بارق شفیعي بېګا ناوخته په جرمني کې مړ شو.‌

محمد حسن بارق شفیعي په ۱۳۰۹ او په بل روایت ۱۳۱۰ کال د کابل ښار په ریکاخانه سیمه کې زېږېدلی وو.‌

ویل کیږی چې ارواښاد شفیعي په ۱۳۴۱ کال په کابل کې د ژوندون مجلې د مرستیال او په ۱۳۴۴ کال د پښتون ژغ مجلې مدیر وټاکل شو.‌ شفیعي چې د خلکو د دیموکراتیک ګوند غړی وو په ۱۳۴۵ کال له رسمي وظیفې څخه استعفا وکړه او د خلق مجلې مدیر مقرر شو.

بارق شفیعي د ۱۳۵۷ کال د ثور له کودتا څخه وروسته د اطلاعات او کلتور د وزیر په توګه مقرر شو او د ۱۳۵۸ کال په حمل میاشت کې د ټرانسپورټ د وزیر په توګه وټاکل شو.‌

شفیعي په دری ژبه کې ګڼ شمېر شعري او نثري کتابونه لیکلي چې د ستاک په نامه کتاب یې تر نورو ډېر شهرت لري.

په پاکستان کې مېشتو افغان جهادي تنظیمونو د شفیعي په هکله ویل چې په لینن یې درود ویلی او په خپله خپرونه کې یې خپور کړی دی.‌

په افغانستان کې د برهان الدین رباني په مشرۍ د تنظیمي انارشۍ په رامنځته کېدلو سره بارق شفیعي له خپلې کورنۍ سره جرمني ته کډه شو اود ورپېښې ناروغۍ له امله بېګا ناوخته د ګڼو نورو افغانانو په څېر په مساپرۍ کې د ۸۷ کالو په عمر مړ شو.‌

………………………………………

د بارق شفیعي ادبي اثار:‌

© پير رياكار

© پيمان

© پيمان تو

© تا به كي ؟

© تابلوي عشق

© در كمينگاه اهريمن

© دزد مينا

© زندگي

© سوز محبت

© شبستان قبرها

© شب هاي آشنا

© شعر من !

© صداي تيشه

© طاقت پروانه

© طلوع عيد

© عالم دگر

© عشق

© عيد من

© قسم

© كاش!

© كو؟

© مادر ، مرا ببخش !

© مرغ آتش ( در جواب به سياوش كسرايي )

© مرگ شاعر

© من …

© نفرين

© ننگ هستي

© هشدار

© هماي عشق

© همرهان

© همسفر

© آفتاب خاوري

© ناله زولانه

© هر قدر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *