تاند- افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله مسود وژل کېدا یوه لویه ضایعه وبلله او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو د نورو بریدونو مخه ونیسي.
مسود، چې امریکا یې پر سر پنځه ملیون ډالره جایزه ایښې وه، د جمعې په شپه په شمالي وزیرستان کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
افغان طالبانو په یوه خبرپاڼه کې نن ویلي:«د افغانستان اسلامي امارت د امریکایانو دا تروریستي اقدام په کلکه غندي او د حکیم الله مسود شهادت یوه لویه ضایعه بولي.»
طالبانو همداراز ویلي:«امریکا د مجاهدینو په شهیدولو سره د خپلو شومو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره خلا نه شي رامنځته کولی.»
طالبانو د پاکستان پر خلکو او حکومت هم ږغ کړی د امریکايي پوځیانو د «بې رحمانه» بریدونو د مخنیوي لپاره تر هر بل وخت زیاتې هلې ځلې وکړي.
پاکستاني طالبان په ۲۰۰۷ میلادي کال د اسلام اباد پر سره جومات (لال مسجد) د پوځ له حملې وروسته رامنځته شول. که څه هم د دې ډلې مشران ملا عمر خپل امیر ګڼي خو ویل کېږي چې په وروستیو کلونو کې پاکستاني طالبانو د پاکستان د پوځ پرضد د نه جنګېدو په اړه د خپل امیر غوښتنې نه دي منلي.