تاند- افغان طالبان وايي، پاکستان ته د دغه هیواد د لوېدلې څرخکې د سپرلیو د سپارلو لپاره هیڅ راز شرط نه لري او حاضر دي چې په خوندي ډول هغوی خپل هیواد ته وسپاري.
افغان طالبانو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دوی په لوګر کې د پاکستانۍ الوتکې د لوېدو په وړاندې هیڅ راز شرط نه دی ایښی.
د طالبانو یوه مشر ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته وویل«پاکستان ته د سپرلیو د سپارلو لپاره د خوندي لارو په لټه کې یوو.»
تر دې مخکې په ځینو راپورونو کې ادعا شوې وه چې طالبانو د ایم آی ۱۷ غورځېدلې څرخکې د سپرلیو د خلاصون په بدل کې له پاکستانه د ملا برادر د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
ملا برادر په ۲۰۱۰ کال وروسته له دې د پاکستان استخباراتو ونیوه چې هڅه یې وکړه د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.
همداراز مشال راډیو د اسوشیتید پریس خبري اژانس له قوله ویلي و چې د الوتکې سپرلۍ پاکستاني طالبانو نیولې دي.
د دې خبري سرچینې پر اساس د پاکستاني طالبانو یوه ویندوی قاري سیف الله ویلي چې د څرخکې عمله د لوګر د یوه قوماندان ادم کوچي په قیضه کې ده.
د دې سرچینې په وينا د الوتکې سپرلۍ يې د افغان ځواکونو له ممکنه بريده د ژغورلو لپاره خوندي ځای ته رسولې دي.
د پاکستان د پنجاب ایالتي حکومت دا څرخکه د پنجشنبې په ورځ له پېښوره تر الوتو وروسته د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په لکي سیمه کې بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوه.
د الوتکې باډۍ د څېړنو لپاره پرون کابل ته راوړل شوه.
دا خو به ډير يو بي پشتو کار وي چي طالبان يه همداسي ورکي دوي بايد ملابرادر را خوشي کړي او بيا د نفر ور و سپاري هغه هم بايد داسي وهل ورکي چي سم سي د ملا برادر ور بايد له دوي نه واخلي
د راحل شریف اړیکه د ناټو او افغان ولسمشر سره دا ثابتوی چی دا خلک یا د شوم نیت لپاره راغلی وو او یا د پاکستانی طالبانو لاس ته لویدلی دی ، هغه بل جنګی طالب خو ددوی تر لاس لاندی خلک دی دوی کولی شی په کم وخت کی تر لاسه کړی ، څومره په زړه پوری پیښه وشوه خلکو باور یی په حقیقت بدل کړ چی ویل به یې بغلان ته طیاری راځی او مهمات اچوی هغه هم دښمن ته اوس خدای وشرمول ، زمونږ دوه سری حکومت هم سترګی پټولی، ځکه جنګ هغه شیدی ورکوونکی غوا ده چی خدای د نه وچوی کنه د په نامه جنرالانو اولادونه به وږی شی
دلوگر والی اودازری ولسوال چیرته ول اودنده یی سه ده چه دیوگاوندی هیواد که ووایو چه دشمن زیاتی به نهوی ددوی حریم تهداخیلیگی .ناسته کوی پیاده طالبان پری قبزه کوی اودوی ورباندی نه خبریگی .ایادا وزیفوی عفلت نده؟ وطن خو مورده. پاته شول طالبان! دوی خوهسی هم دنوروپه لمسون دخپل هیوادورانی پسی بدی وهلی اودهیوادوالو فریاد نه اوری او هیس دول پخلاینه نه منی.که چیری همداسی وکری چه ویلی یی دی اودالوتکی سورلی بی قیداوشرطه تسلیم کری اوحتی دخپلو همقطارانو په ازادولو هم ورچخه کار وانه اخلی دابه ددوی دلاس اله کیدو یو بل کلک ثبوت وی!!!
دامین امین پورتنی تبصره.