تاند- د ملا محمد عمر استازی قاري دین محمد وايي چې د افغانستان له حکومت سره به د سولې خبرې راتلونکې اوونۍ په کابل کې پیل شي.
له اسلام اباد څخه د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس د راپور له مخې، قاري دین محمد وايي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر تیار دی چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د سولې خبرې وکړي او د سولې خبرې کېدای شي راتلونکې اوونۍ په کابل کې پیل شي.
قاري دین محمد له پاکستاني چارواکو سره له پټو خبرواترو وروسته بېرته قطر ته تللی او دا خبرې یې اې اې خبري اژانس ته په مرکه کې کړي دي.
قاري دین محمد، چې د طالبانو د قطر په دفتر کې بوخت دی، په دې مرکه کې وویل:«موږ د افغانستان له واکمن حکومت سره د سولې خبرو ته تیار یوو. تمه ده چې دا خبرې راروانه اوونۍ په کابل کې وشي. حاضردمه زموږ په شورا کې سلامشورې روانې دي او امیرالمومنین ملا عمر به ژر د هغو کسانو نومونه اعلان کړي چې د طالبانو له لوري به د سولې د خبرو په پلاوي کې ګډون وکړي.»
تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان حکومتونو هم تایید کړې چې ژر به د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.
د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو پیغام لومړی پلا د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشرانو کابل ته ورساوه.
سره له دې چې د سولې خبرو ته ډېری افغانان خوشبینه ښکاري خو ځیني لا هم شک لري چې دا به ممکن د پاکستان له لوري د وخت اخیستلو د پالیسي یوه برخه وي.
افسوس د دوی او د ولس په حال، د ولس په حال په دې چې وران شو، ویجاړ شو، هلاک شو او در په در شو او د دوی په حال ځکه افسوس چې دوی پنجابیانو د وحشي ځناورو په حیث استعمال کړل، سپک یې کړل، افغانان یې پرې هلاک کړل، ځانمرګي، خرمرګي، سپی مرګي، له خپل ولس سره یې د دوی کرکه او له دوی سره یې د ولس کرکه رامنځته کړه او اوس په مړو سترګو بېرته ولس ته مراجعه کوي. په هر حال، یو افغان هم چې په جنګ کې له وژل کېدلو نه را ایسارېږي د ستاینې خبره ده. خدای دې په ټول افغان ولس ورحمیږي.
داد پاکستان دمکر یوه بله لوبه ده چی غواری نوی سترا تیژی جوره کری
سوجه خكرور دروغ دي…
داخبره فه بشفړ ډول درواغ ده حکومت فه مسلسل ډول حملیات شروع کړی فه سرفول او هلمند کی شدیده جګړه روانه ده دا را فوټ چی هر چا جوړ کړی له خفله ځانه یی جوړ کړی قاری صاحب قطر کی ده
ستا خبره سمه ده قاري صاحب قطر کې دی او دا خبرې یې هم له پاکستانه تر ستنېدو وروسته په قطر کې کړي دي.
ورک شه مردارخواره
الله تعالی دی دا دسولې پروسه بریالی کړی،خویوشمیر بی ضمیره کسان شته چی دسولې پرلاره کی خنډونه جوړوي،ځکه ددوی شخصی ګټوته پکې زیات رسي.ولی موږ په تمامه معنا دالله تعالی دربارته دعجز لاسونه لپه کوو چې ته خو نور زموږ په ملک کې سراسري سوله او امن راولې،او هغه کسان چې دسولې خنډکیږی وشرموي.آمین یارب العلمین
دافغاستان صلحه هلته را تلای شی چی دکابل حکومت ریشتونی وی خارجیان خفل مسیر له جنګ سخه دابادی فه لور روان کړی قانونی اساسی کی تغیر راشی داسلام ضد مادی لری شی علماؤ ته فراخه فه حکومت کی ورکړل شی اوخفل ټول مهاجر وروڼه فر ځای شی فه کابل کی ږبنی اختلافات مجازات ولری ستره محکمه واقعی علماؤ ته وسفارل شی کمونستان داستخباراتو له چینل لری شی فه بندی خانو کی شکنجی خطمی شی ځکه شکنجه کوول له کمونستی رجیم فاتی فدیده ده چی افغان ولس له بنده وروسته انتقام اخیستنی ته هڅوی۰دابه دصلحی علامات وی دکابل حکومت کی بیا به دجنګ کوولو بهانی هم خطمی شی او هرومروبه ارامی راشی ۰۰۰ موږ وایو دا خبر صحیح نه ده ځکه صلحه دومره اسانه کار نه ده لکه دا خبرونه چی ارزوینه کوی۰۰۰صلحه فټه نکیږی فه یو یا دوه کسو نه کیږی او نه دقطر شوری کوم صلاحیت لری هغوی تش فه نامه ناست خلق ده دقووت او دمنډی خلق نور مجاهدین ده دقطر عنا صر ډوډی خواړه خلق ده فه ټول عمر شیرمحمد عباس ستانکزی او قاری دین محمد او مولوی شهاب الدین له خفل کور یو شهید نه دی ورکړی او نور اعضا یی همداسی
راځۍورونو بی مسوليته ونه غږيږو؟
په هر کار کی بايد دقيق فکر وشی اوبيا دکاغذ په مخ راوړل شی .
تقريباء ۳۵ کاله جنګ،اوبياهم جنګ ،په جنګ کی څوک تباه شول اوڅوک تباه کيږی.جواب واضح دی چه طر فين چه په هر نامه وی افغانان تباه کيږی او وژل کيږی .
داچه څوک مو وژنی په چا مو وژنی اوڅوک تری ګټه پورته کوی جواب واضح دی چه اجنبيان او په اجنبيانو خرڅ شوی انسانان.
راځۍ چه طعنی او پيغورونه يو بل ته پريږدو غيږی ورکړو او دصلحی مزه وګورو اوځوان نسل په ارامۍ کی دخپل سرنوشت په هکله په خپله تصميم ونيسی.
په دی هم بايد پوه شوڅه چه کيږی هغه کيږی چا چه په مونږ کړی نن هماغو دا کار هم کوی زما او تاسی ليکنی ټولی دځان دتسليت دپاره يو څه ګټه لری نور په هيچا نه تاثير لری اونه مونږ اوتاسی ته کوم اهميت راکوی .څه کښی چه مو خير وی الله دی هغه راپيښ کړی .
تاسی ټولو ته شه ژوند او دعمر اوږدوالی غواړم.
دا ذبیح الله چی پورتنی راپور یی رد کړی دی همهغه مجاهد ذبیح الله دی که کوم بل؟والله چی ذبیح الله خانه شرم درته پکار دی چی آی اس آی درپکشی پړی اچولری دی هری خواته مو کشوی لږ افغانی غیرت درڅوړ کړی
افغانی غیرت د الباکستان غلامانو کی چیرته شته. دومره غیرت ورکی نشته چی خپلی کارخانی جوړی کړی. د مور او خور خختګ په لاهور کی ګنډی او د جامو سوال تری کوی. لاهور ته محتاج او در پدر چوکیدار پښتون یی خوښ دی. یو ملت پرسته سخت دریځ پښتون لارښود ته ضرورت لرو. چی دا بی عقله وحشی جاهلان ورک کړی او لګ افغانی غیرت بی غیرتو کی را پیدا کړی.
سلامونه . دا دیر د خجالت جای دی چی کله پاکستانی استازو وویل چی طالبان سوله غواری عاجل بیا طالبان هم اعلان وکری چی مونژ سولی لپاره اماده یو . دا دیر د شرم جای دی خدای ج د پاکستان تباه و برباد کری پر مونژ باندی شه فلمونه جوره وی
ورور مسلم یار د تبصری په ځواب کی!
ما دغه پورتنی موضع ولوستل او ورسره بیا د هیوادوالو تبصری هم تر نظر تیر کړ د ورور جنرال حبیب الله جلالزوی تبصره واقعا د هیواد او هیوادوالو د درد درک کولو له حسه لیکل شوی دی او نور نه غواړی چی افغان تر هر نوم له منځه ولاړ شی او زه یی هم پلوی کوم او هم یی ستایم ډیر ښایسته نظر دی الله دی اجرونه په برخه کړی جلالزوی صیب خو بل ورور مسلم یار پنوم چی کومه تبصره کړیده له نورو ټکو یی تیریږو دی ته راځو چی کمونستان باید د استخباراتو له چینله لیری شی زه یی ددی نظریی کلک مخالف یم ځکه که دا نظر ولرو چی کمونست دی، جهادی دی، پاټکی دی یابل هر یو، نو دلته دوی له ټولنی بیا بیل شول او دوی ددی لپآره چی ځآنته په ټولنه کی ځای پیدا کړی مجبور دی یو کار وکړی چی دی کار ته یی زمونږ دښمنان په خوشالی لبیک وایی او بیا دوی د یوی مسلح مخالفی ډلی په توګه میدان ته کیږی که خبره د خیانت شی نو هیڅ یوه ډله تر اوسه خدمت نه دی کړی د کمونستانو له حکومتونو نیولی بیا تر مجاهدینو حکومت، طالبان، کرزی پوری ټول په خیانت راګیر دی نو زما په نظر که غواړی چی یو پراخ حکومت جوړ شی نوداسی پالیسی دی غوره شی چی تیر ته دی اخر ټکی کیښودل شی او ټول دی د هیواد او ولس خدمت ته وهڅول شی او که اوس هم یو بل په کمونست، جهادی ، طالب او نورو نومونو وځپو هیڅکله به هم سوله دی هیواد ته رانشی
دا طالبان چي ځان افغانان بولي نو دوي ولي د هر كار او هري مشوري لپاره ددي پنجابيانو سره مشوري كوي خو په ښكاره دي ووي چي د اي اس اي سپي بس چي قطر ته ځي هم د پاكستان ځي جي غواري هبري وكري اول اسلام اباد كي مشوره كوي بيا وايي خبري كوو او هر سه د اسلام په يوه چكر باندي پيلوي زه خو نه پوهيگم چي دوي ولي د افغانستان د ازلي دشمن نه پوښتنه كوي چي سوله……
دهرنیک عمل دپاره هیح وخت ناوخته نه ده. خدای ج دوکری چی زمونزخوار ولس نور دجنگ اوجگروقربانی نه شی سره له دی چی بعضی خلک د دریارلس کلن جگره یزحالت نه په استفادی سره په افغانستان کی دنوم نشان اوهستی چشتنان شول که داسوله نن وشی دیره به شه وی که یوکال مخکی شوی وای بهتره به وه زکه بعضی کسان دافغان په نوم دافغانیت <اسلامیت <دود< دوستور تاریخ اودهری ملی داعیی دشمنی ته ملاترلی د پردیو ه اشاره.
کومه مقاله چی تاسو په خپل سایت کی خپره کړی ده الله دی وکړی چی ریښتیاوی.اوبل داچی دا ریپوټ کومی بلی رسنۍ تراوسه ندی تآیید کړی ځکه چی ما آزادی رادیو.طلوع نیوز.یک ټلویزیون او ځینی نور غږیځی او انځوریزی رسنۍ ولیدلی هلته څه نه وو لیکل شوی.
دا خبره تر یوځایه شونی ده چی طالبان له حکومت سره روغی جوړی ته کینی .خواصلی خبره داده که طالبان نن صلحی ته کینی ولی بدیل یی د مخه را منڅته شوی دی چی هغه د داعش یا داسلامی دولت ډله ده چی په ډیری تیزۍ سره یی په ډیری هیوادونو کی په ځانګړی توګه زموږ په هیواد افغانستان کی نفوذ کړی چی داهم دخطر ډیر خطرناک زنګ دی
لطفا ورڼو نور له دی بی ځایه تورونو پر یوبل تیر شۍ رازۍ د هغه چا ملاتړ وکړو چی هغه په ریښتینی توګه دین وطن او دی زوریدلی ولس ته کار کوی
او خپل ولس ویښ کړو ترڅو خپل دحقیقی دښمن وپیژنو چی پرون یی پر یوه نامه وژلو اونن یی بله د مرګ پروژه لاس لاندی نیولی تر څو د دی تاوان هم افغان مسلمان ولس ورکړی
هدف د لویو اقتصادی هیوادونو ترمنځ او یوه برخه یی د صلیبی جګړو لړۍ ده چی له یو بل سره مقابله کوی خو سوځو مونګ ورکی
یوه پروژه ختمه نه وی بله یی وخته ډیزاین کړی وی او زمونګ په هیواد کی سروی هم پیل کړی ده رازۍ د دی پروژو دمخنیوی لاری چاری وسنجو خپل منځی صلیقوی مخالفتونه شاته پریږدو که غواړو روان ناورین څخه و اوځو اوکنه نور به هم ورکی سوځو
مننه
غوګ پسی وړی یوه ورځ به راشی چه پنجابی باداران به خپل غلام ذبیح الله مجاهد هم پر امریکا او یا کوم بل چاوپلوری.
ذبیح الله مجاهد چه سومره پیسی دمظلوموافغنانوپه سرونو ګټلی دی تری پاته به وی.
دا ټول دپنجابیانو په پړو تړلی خره سپی دی