تاند- د ناټو ترمشرۍ لاندې د د سلواکیا یو سرتېری پرون/ سې شنبه/ په افغانستان کې ووژل شو.
د سلواکیا دفاع وزارت وویل چې د دغه هیواد یو سرتېری هغه مهال ووژل شو او شپږ نور ژوبل شول چې یوه افغان سرتېري پرې برید وکړ.
په کندهار کې د هوايي لوا قومندان جنرال عبدالرزاق شېرزي وویل چې دا حمله په کندهار ولایت کې د افغانستان د ملي اردو د یوه عسکر له لوري شوې ده.
لومړني راپورونه وايي چې په برید کې ۳ چکي پوځیان ژوبل شوي دي.
د هوايي لوا قومندان جنرال شېرزی وايي چې حمله کوونکی افغان عسکر ژوندی نیول شوی دی.
تېر کال د افغان ځواکونو له منځه پر بهرنیو پوځیانو خورا زیات بریدونه وشول خو سږ کال د دا ډول حملو مخه تر ډېره حده نیول شوې ده. دا برید له ډېرې مودې وروسته د یوه افغان عسکر له لوري پر بهرنیو ځواکونو شوی دی.
پرونی برید په داسي وخت کې وشو چې راپورونو وویل چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما نهیلی شوی او غواړي چې راتلونکی کال له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي. د اوباما د پرېکړې په اړه د نیویارک ټایمز او سي این این راپورونه د امریکا دفاع وزارت او سپینې ماڼۍ په ضمني ډول تایید کړل.
دنر زو یرغلګر دومری له طالبانو څخه په وهم کی ندی له ستاسو څخه تا سویی ښه په ننی ویشتی شی اوخاس خاس کسان یی دخپل هدف لاندی راوستی شی