سپین سهار 

افغانستان یو اسلامي هېواد دی چې 99 فیصده وګړي یې مسلمانان دي، دا هېواد د تاریخ په اوږدو کې له ډېرو جګړو سره لاس او ګریوان شوی دی چې ډیری هغه یې د نورو هېوادونو څخه په افغانستان باندي د یرغل کول وه او افغانانو په ډیره میړانه سره ددي یرغلونو په وړاندي جګړه کړي ده او خپل هېواد یې تري ژغورلی دی

په دي جګړو کې چې افغانستان د نړیوالو زبر ځواکونو سره کړ ي دي د دیني علماوو رول ډیر بارز او ښکاره وه او ددوۍ فتواګانو خلک د یرغلګرو پرضد جګړي ته هڅولي دي او دوۍ هم خپله دجګړې په لیکو کې برخه اخستي ده چې ښه بیلګه یې دانګریزانو پرضد جګړه کې د علماوو رول وو .

خو په وروستیو څلویښتو کلونو کې بدبختانه افغانستان دداسي جګړې قرباني دی چې داسلام تر نامه لاندي یې یو ډله سوداګر مخ ته بیایې ولي په ټوله کې داسلامیت له اصل سره هیڅ اړخ هم نه لګوي او دافغان وژني پروسه یې روانه کړي ده چې دي مسلې له تیرو دوه لسیزو زیات زور اخستی دی او هغه ډله چې نه په اسلامي اصولو او اساساتو پوهیږي او نه دبشر حقوقو په مسایلو بلکې د پردیو او په ځانګړې ډول د پنجابي علماوو او دپاکستان د استخباراتي کړیو چې موخه یې افغان وژنه ده په فتوا او امر سره یې په افغانستان کې دځانمرګو بریدونو ، دکوچنیانو دوژلو ، دسپین سرو ، روحانیانو ، علماوو او ددي هېواد د ټولو اساساتو په ړنګولو لاس پوري کړی دی او دي ته جواز هم دخپل بادار نه د دوۍ په وینا داسلام له اصولو او ویناوو اخلي او وایې چې ددوۍ جګړه یوه مقدسه جګړه ده او دهمدي فتوا په اساس باندي په پاکستاني مدرسو کې ځوانان روزي ترڅو پري افغانان ووژني او افغانستان پري وران کړي .

طالبانو او ترهګرو په ډیر مهارت سره په تیرو کلونو کې دیو شمیر افغانانو ذهنونه په دي خرابه کړي وه چې دوۍ مقدسه جګړه کوې او دوۍ دا هر څه داسلام داومرو له مخې کوې او اسلام دوۍ ته جواز ورکړی دی چې انتحاري وکړي او یا بي ګناه افغانان ووژني او افغانستان په ګنډواله بدل کړي خو په اصل کې دوۍ یوازي دخپلو ګټو ، دپردیو استخباراتو او د نشه یې توکو د کاروبار دپرمخ بیولو لپاره دا کارونه کول چې په ورستیو کې ددوۍ دا ټولې پروژي افشا شوي چې ښکاره بیلګه یې دروسانو څخه دمرستي اخستل وه هغه روسان چې په افغانستان یې دیرغل په وخت کې میلونونه افغانان شهیدان اوټپیان شول .

د طالبانو  دجګړي ددي فتواګانو پرضد افغانانو هیله درلوده ترڅو په افغانستان کې علما داسي څه وکړې چې د طالبانو د جګړي فتوا چلینج کړي چې همدي مسلي ته په کتو تیره ورځ دافغانستان په تیر 100 کلن تاریخ کې یو تاریخي ورځ وه هغه دا چې 3500 علماوو په یوه 26 مخیزه فتوا کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله ، دنظام ملاتړ یې وکړ او ترڅنګ یې دلته انتحار او انفجار حرام وګڼل همدارنګه تیره ورځ علماوو دخپل وحدت په ښکاره کولو سره دافغانستان دنظام څخه په ملاتړ ټول هغه سوالونه او شکونه جواب کړل کوم چې د نظام د مشروعیت په اړه وه ، علماوو په فتوا کې زمونږ اساسي قانون دنړۍ د اسلامي هېوادونو په کچه ترټولو زیات اسلامي اساسي قانون یاد کړی دی او افغان وژنه یې مطلق حرامه بللي ده .

دعلماوو دي ناستي دا ثابته کړه چې نور په دي هېواد کې دپنجابي علماوو فتواګاني باطلي دي او دجګړې د دوام لپاره هیڅ نوعه اسلامي مشروعیت او دلیل نه پاتي کېږي چې دا هغه تاریخې اقدام وو چې  په تیرو سلو کلونو کې نه وو شوي او نه هم په دومره جرئت سره علماوو داسي پریکړه کړي وه .

نو اوس که طالبان وایې چې ددي علماوو دا پریکړه فرمایشي ده نو دهغه 800 کسیزو علماوو هغه پریکړه څنګه وه چې له مخې یې ملا محمد عمر  دټولې اسلامي نړۍ امیرالمومین ټاکلي وو ؟ چې اوس دوۍ د 3500 علماوو پریکړه وه مني ، نو له دي څرګندیږي چې طالبان نور ددي علماوو د پریکړي د بطلان او یا چیلنج لپاره کوم دلایل نلري بس یوازي د دروغو په خپرولو سره هڅه کوي چې عامه اذهان خرابه کړي خو په اصل کې دتیري ورځې دعلماوو پریکړي ددوۍ د رواني جګړي عقیدوي اړخ داسي چیلنج کړ چې دوۍ اوس ورته حل لاره نلري بغیر دانتحار ، انفجار او منفي تبلیغاتو څخه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *