راپور: حبيب الله اکبري –
په بلخ ولايت کې د يوې غونډې په ترسره کولو افغان هستوي فزيکپوه ډاکټر رحمت الله تنها ولمانځل شو.
دغه نمانځنه، د بلخ ادبي خوځښت په نامه فرهنګي او ټولنيز مرکز په نوښت د وږي په ۱۳مه، جوړه شوې وه، چې د بلخ پوهنتون استادانو، محصلينو، د بېلا بېلو مدني ټولنو غړو او عامو ځوانانو پکې برخه اخيستې وه.
ډاکټر رحمت الله تنها له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۴ پوري په کابل پوهنتون کې د استادي تر څنګ د افغانستان اټومي انرژي کميسيون د هستوي ټکنالوژۍ مشر پاتې شوی، دم ګړۍ په المان کې د اتومي انرژۍ په برخه کې د دوکتوار په زده کړو بوخت دی.
نوموړي په دې وروستيو کې په المان کې په يو کانفرانس کې د اټومي انرژي په برخه کې خپلې څېړنې د پاور پاينټ او پوسټر له لارې وړاندې کړې، چې د لسګونو هېوادنو تر منځ يې لومړۍ درجه خپله کړې ده.
محمد تنها ته د دغو غوره څېړنو سرټيفکېټ ورکړل شوی دی.
د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبيح الله احساس وويل، چې ولس د ډاکټر تنها په څېر اتلانو ورپېژندل د مدني ټولنو دنده ده.
نوموړي زياته کړه، چې پر افغانانو د ټوپک او زور په له لارې په ټولنه کې ځای پيدا کوونکي اشخاص د مشرانو او اتلانو په توګه تپل شوي دي، چې ناوړه دود دی.
د هغه په وينا دوی په سيمه کې عملي او فرهنګي ا و ادبي هڅو تر څنګ ټولنې ته د سمو خلکو ورپېژندل خپله دنده ګڼي.
د ياد خوځښت د مشرتابه غړي او د بلخ پوهنتون استاد ضمير څار د يادې غونډې پرانيسته وکړه، چې ډاکټر تنها په علمي برخه کې د اوس وخت د ځوانانو لپاره مثال وګڼه.
نوموړي زياته کړه، چې ورته غونډې د ځوانانو د ويښتابه په برخه کې مثبت اغېز ښندي او سمې لارې ته برابروي.
د غونډې ويناوال او د بوکې سيمې د ليسې مدير احمدشاه واکمن د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د افغانستان د اوسني ناورين د له منځه وړلو لپاره له ټول بنسټيزه لاره پوهه تر لاسه کول دي.
نوموړي زياته کړه، چې د افغانانو لپاره د وياړ ځای دی، چې په دې جنګ ځپلي هېواد کې د ډاکټر محمد تنها په څېر علمی کسان هم لري.
د غونډې برخوال ډاکټر غلام رسول ملکزي پژواک ته وويل، چې دی خوښ دی، چې اوس افغانان خپل رښتيني اتلان پېژني.
نوموړي زياته کړه، چې ډاکټر تنها د زور او ټوپک له لوري نه بلکې دې وطن د علمي کړنو له لارې د خلکو زړونه ته لاره موندلې ده.
د هغه په وينا په کار ده، چې دغه غښتلی ځوان خپلې علمي چارې لا پسې ګړندۍ کړي او وطن ته وياړونه وبښي.
محمد رحمت الله تنها د قضاوتپوه مولوي ميرزاخان عاطفي زوي دی. نوموړی د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنځي کې د فزيك په څانگه كي استاد دی او علمي رتبه يې پوهنيار ده.
افغان هستوي فزیکپوه محمدرحمت الله تنها د غزني ولايت د اندړو ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی. خو د ۱۳۶۲ لمريز كال د سلواغې په دويمه نيټه يې د كابل په ښار كي دې نړۍ ته سترگی غړولي دي.