تاند – نن ماښام /د جوزا ۱۹مه/ په پلازمېنه کابل او د هېواد په یو شمېر لویو ښارونو کې افغان فعالان د دې لپاره لارو او کوڅو ته راووتل او خوشحالۍ یې وکړې چې له ولسمشر اشرف غني او د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخوندزاده څخه د اختر په مناسبت د اوربند د اعلانولو له امله مننه وکړي.
تر دې مخکې نن ټوله ورځ د ټولنیزو رسنیو پښتنو فعالانو د اوربند د اعلان له امله په خپلو فیسبوک پاڼو او ټوېټرونو باندې یو بل ته د اوربند مبارکۍ ورکولې او خوښۍ یې څرګندولې.
لارو ته راوتلیو کسانو په بېلابېل ډول د خوښیو څرګندونې وکړې، او د سولې د غوښتنې شعارونه یې ورکړل.
د طالبانو د واکمنۍ پر وخت په پاکستان کې د افغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم د نورو افغانانو په څېر په اوربند خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، تمه لري چې دغه اوربند به درې میاشتو ته اوږد شي.

ښاغلي ضعیف د افغان حکومت او طالبانو له مشرانو او د اوربند په برخه کې فعالو عناصرو او همدارنګه له امریکایي چارواکو څخه وغوښتل چې د درې ورځني اوربند پر وخت دې هڅه وکړي چې یو له بل سره تماسونه ونیسي او دا اوربند پسې وغزوي څو د سولې خبرو اترو ته لاره هواره شي.
د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د طالبانو د لویې ډلې تر څنګ د ملا محمد رسول اخوند په مشرۍ د طالبانو دویمې لویې ډلې هم نن د اوربند اعلان وکړ.
ویل کیږي چې په افغانستان کې د وروستیو ۱۷ کالونو د جګړې ډېر زور او زیان د پښتنو سیمو اوسېدونکیو ته وراوښتی چې اوسېدونکي یې یا وژل شوي یا معیوب او کډه کولو ته اړ شوي او د ښوونځیو، کلینیکونو، پلونو، پلچکونو، سرکونو په شمول بېلابېل تاسیسات یې له منځه تللي او د بیا رغونې له بهیر څخه پاتې شوي او د اوربند اعلان هغوی ته تازه هیلې ورکړي دي.
زه نن ډیر خوشحاله یم چی بالاخره دواړو غاړو دا ومنله چی : و الصلح خیر! خدای دی دواړو غاړو ته توفیق ورکړی چی نور دواړه غاړی ګریوان ته سر ټیټ کړی او د خدای څخه وویریږي چی بی له شکه به پوښتنه کوی!ا
دا په وروستیو دوه لسیزو کې لومړی ځل دی چې زمونږ د دولت مشران او مخالفین خپل ولس ته یو ښه زیری ورکوي.
راځئ د نړۍ له نورو مشرانو نه یې زده کړو . شمالی او جنوبي کوریا له 1953 کال راپدې خوا د جنګ په حال کې دي ( شمالي او جنوبي کوریا د 1950 کال د جون په 25 په یوه خونړي جنګ کې سره ونښتلي او د 1953 کال د جولای تر 27 پورې دوام وکړ اوپای کې داوړه متخاصمې ډلې بېرته د 38 درجو عرض البلد یا پخواني سرحد ته د خپلو قوا د شاتګ امر وکړ. خو جنګ یی رسما ندی ختم کړي.
دادي اوس د دواړو خواو مشران یو بل سره ګوری او غواړي خپل مناسبات بېرته عادي او دوستانه حالت ته را وګرځوي.
د خپلو خلکو د نجات لپاره دولت او مخالفین باید له ګذشت او عفوې نه کار واخلي. یو دبل بندیان خوشې کړي او په تدریج سره ټول اختلافات د سولې له لارې حل کړي.