د مشال خان عکس چې رژېدلي ګلان او شمه یې بدرګه کوي

تاند – د افغانستان په پلازمېنه کابل ښار کې ځوانو افغان فعالانو تېر ماښام / د اپریل ۱۹مه/ د عبدالولي خان پوهنتون د شهید شوي محصل مشال خان یاد ولمانځه.

په دغه پروګرام کې چې د انسان مجلې د ځوانانو له خوا جوړ شوی وو د ارواښاد مشال خان په یاد ویناوالو خبرې وکړې، شمې بلې شوې او د عکس تر مخه یې ګلان وشیندل شول.

په یوه اعلامیه کې چې د انسان ټولنې په فیسبوک پاڼه خپره شوې راغلي، نن مو یو د هیومانېسټ افغانستان لپاره د دې لارې د یوې تلپاتې مشال – مشال خان یوسفزي – یاد وکړ.

اعلامیه زیاتوي، انسان‌ مجله عمیقاْ تعهد لري چې په افغاني جغرافیه کې به د عقلانیت، تفکر، هیومانیستي ارزښتونو او سوله ییزې راتلونکې لپاره کار او مبارزه کوي.

ویل کیږي چې، مشال خان د لروبر یو افغان د شعار لاروی وو او په سیمه کې یې د پاکستان د استخباراتي ادارو د چلوټو پر ضد خلک خبرول.

اروښاد مشال خان تېره جمعه / د اپریل ۱۴مه/ د پښتونخوا په مردان ښار کې د خان عبدالولي خان پوهنتون د یو شمېر مذهبي افراطي محصلانو له خوا چې ګومان کېږي د استخباراتي ادارو په ټومب پارېدلي ول، په دې تور چې د رسول الله (ص) سپکاوی یې کړی دی، ووژل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *