نژدې يو کال وړاندې د استراليا په سيډني ښار کې د لر او بر افغانانو هوډ وکړ، چې د لوی افغانستان لپاره لاس په کارشي، له پرله پسې ناستو وروسته دې هيلې ته ورسېدو، چې د لوی افغانستان تحريک په نوم د لویې خاورې د لاسته راوړلو لپاره ملګري مبارزې ته چمتو شول.
د دې لپاره چې زموږ حرکت ډېر منظم او سيمسماتيک وي، ددې لپاره چې د ټولو افغانانو د نظرونو او وړانديزونو سره سم مخ پر وړاندې ولاړ شو، ددې لپاره چې د خپلو مشرانو او نومياليو قلموالو اندونو او نظرونو پر بنسټ زموږ حرکت ځواکمن شي، نو د تحريک مشرانو او غړو وپتېيله چې د افغان په نوم وايبر کې يو ګروپ جوړ او په هغه ګروپ کې د مورنۍ سربېره د محکومې پښتونخوا او د سامراجي تر اشغال لاندې بلوچستان او د نړۍ په ډېر شمېر هيوادونو کې مو افغانان په دغه ګروپ کې سره راټول کړل.
له نېکه مرغه افغان ګروپ کې ملګري دومره فعاله شول، چې موږ د خپل حرکت لپاره نور هم ځانونه ځواکمن ګڼو، د قانون د حاکميت لپاره مو لېڅي رابډ وهلې دي، تر څو په مورنۍ خاوره کې د قانون ماتوونکو او سرغړوونکو نه د خلکوکرکه او عامه ذهنتيت تر ې متنفر کړای شو.
د افغان ګروپ له فعاليت څخه نژدې شپږ میاشتې تېرېږي، چې په دغه ګروپ کې په سلګونو افغانان د لر اوبر څخه پکې ګډون لري، همدارنګه له غربي او اسیايي هيوادونو څخه په زیات شمېر افغانان په دغه ګروپ کې له موږ سره فعاله دي.
هر ملګری د خپلې فکري ازادي پر بنسټ کولی شي، چې خپل نظر او اند د ګروپ له ملګرو سره شريک کړي، که يې نظر د لوی افغانستان تحريک لپاره اغېزمن و، بې له قید او شرط څخه منل کېږي، خو که يې نظر د لوی افغانستان تحريکپرنسيپونو سره اړخ ونه لګوي، نو د متقابل احترام په درلودلو سره هغه سره استدلال کېږي، چې ستاسو نظر ته په پوره درناوي خو د خوځښت په ګټه نه دی.
همدارنګه په افغان ګروپ کې د د ډيورنډ فرضي کرښې کوزې غاړې ته د ورځنيو پېښو حال اخيستل کېږي او د ګروپ له ملګرو سره شريک کېږي.
مورنۍ خاوره افغانستان کې څه تېرېږي؟ ورځنيو پېښو د انعکاس لپاره افغان ګروپ يوه ستره سرچينه ده، چې د هر ملګري او غړي تحلیلونه او څېړنې پکې لوستی شو، همدارنګه ددې لپاره چې په راتلونکي کې د لوی افغانستان تحريک عملا خپلې هڅې پيل کړي، د لوی وطن لويې هيلې ته ورسېږي، له پښتونخوا او بلوچستان ولايتونو څخه د محکوم او اشغال مختاړي لرې شي.
له اموڅخه نيولې بیا تر اباسین پورې ټول يو افغان ملت وي، د لر او بر توپيرونه له منځه تللي وي، څنګه چې د لوی افغانستان هيله د هر افغان د زړه ارمان او قانوني غوښتنه ده، نو افغان ګروپ زموږ او د ملګرو د فکري خوځښت ستره الګو ده، چې هر وخت د لوی افغانستان لپاره په عملي طرحو او وړانديزونو باندې کار کېږي، انشاالله چې همدغه فکري سمونې به په هيواد کې د موجوده نظام ټينګ حمايت کوي، د خپلو روا غوښتنو او هيلو لپاره په افغان دولت غږ کوي، چې د لویې خاورې د لاسته راوړلو لپاره لاس په کار شي او سامراجي فوځ ته ددې موقع ورنه کړي، چې زموږ پر وروڼو تېری او ظلم وکړي.
ډيورنډ کرښه د يوه افغان په زړه تېره شوې کرښه ده، چې هيڅ يو افغان ته د زغملو وړ نه ده، نو افغان دولت ته په کار ده، چې د ډيورنډ کرښې د منځه تلو لپاره هڅې ګړندۍ کړي، کله چې ډيورنډ کرښه له منځه لاړه شي، هغه مهال بیا د سولې او هوساينې نوی پير پيلېږي.
د هغې ورځې د ليدو په هيله
اصف بارز د لوی افغانستان تحريک وياند
سيډني